كوئټه 21 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټۍ مركزي لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده مير جمال خان رئيساني د خېبرپښتونخوا په كوهاټ او هنګو ضلعو كښې د ترهه ګرو په ضد په كامياب كاروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔خپل يو بيان كښې نوابزاده مير جمال خان رئيساني ووئيل چې كوهاټ او هنګو كښې د ترهه ګرو په ضد كاروائي لويه كاميابي ده او د ځانمرګي …
خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرو په ضد كاروائي لويه كاميابي ده۔نوابزاده جمال رئيساني

مزید خبریں
كوئټه 21 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټۍ مركزي لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده مير جمال خان رئيساني د خېبرپښتونخوا په كوهاټ او هنګو ضلعو كښې د ترهه ګرو په ضد په كامياب كاروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔خپل يو بيان كښې نوابزاده مير جمال خان رئيساني ووئيل چې كوهاټ او هنګو كښې د ترهه ګرو په ضد كاروائي لويه كاميابي ده او د ځانمرګي بريد كونكو تربيتي مركز تباه كول يو لوئې پېشرفت دے۔ده ووئيل چې امنيتي ځواكونو په وخت كاروائي كولو سره د ترهه ګرو عزائم ناكامه كړي۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو كردار د قدر وړ دے۔ده ووئيل چې ټول قوم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دې او په هېواد كښې د امن او استحكام قيام لپاره امنيتي ځواكونو قربانۍ د احترام وړ دي۔










