كېف۔ 21 ستمبر (اے پي پي) د يوكرېن صدر ولاديمير زيلنسكي ووئېل د امرېكې هم منصب ډونلډ ټرمپ سره په ټېلې فون د خبرو نه پس هغه نيو يارك كښې ملاقات ته اتفاق كړے دے۔ د اے ايف پي تر مخه دا كېدونكے ملاقات په داسې وخت كښې كېږي چې كله امريكا د روس او يوكرېن تر مينځه د نيغ په نيغه خبرو اترو په نوي پراؤ زور راوړي٬ …
د امرېكې هم منصب سره ملاقات كښې ډېر څه بدلېدے شي٬ د يوكرېن صدر
كېف۔ 21 ستمبر (اے پي پي) د يوكرېن صدر ولاديمير زيلنسكي ووئېل د امرېكې هم منصب ډونلډ ټرمپ سره په ټېلې فون د خبرو نه پس هغه نيو يارك كښې ملاقات ته اتفاق كړے دے۔ د اے ايف پي تر مخه دا كېدونكے ملاقات په داسې وخت كښې كېږي چې كله امريكا د روس او يوكرېن تر مينځه د نيغ په نيغه خبرو اترو په نوي پراؤ زور راوړي٬ د څلور نيمو كالو جنګ خاتمې لپاره د امرېكې په مشر تابه كښې كېدونېك هلې ځلې په اوسنو مياشتو كښې د ځڼډ ښكار وې ځكه چې امرېكې خپل پام د ايران شخرې پلو ګرځولے دے۔ دغسې روس او يوكرېن د يو بل خلاف د لرې فلصلې ويشتونكو توغندو بريدونه زيات كړې دي۔ زيلنسكي په فېس بك يو پوسټ كښې ووئېل زما اوس د صدر ډونلډ ټرمپ سره خبرې وشوې كومې جې ډېرې مهمې خبرې وې او مونږ په ډېرو چارو خبرې وكړې۔ هغه ووئېل مونږ په نيو يارك كښې ملاقات ته اتفاق كړے او دغه ملاقات ډېر څه بدلولې شي۔ په سفارتي كچه د پېشرفت فضا موجود ده ۔ د زينلسكي په دې بيانونو د امركې صدر د اړخه او سمدستي دكوم اولسي غبرګون نه دې رامخې ته شوے ۔












