پیښور 21 ستمبر (اے پي پي)خېبرپښتونخو كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن پېل كړے شوے ٬ 73 لكه ماشومانو ته به د پوليو مخ نيوي څاڅكې وركولې شي ۔ د پوليو ايمرجنسي آپريشن سينټر خېبرپښتونخوا وياند له مخې كمپائن به پیښوراو خېبر كښې تر 7 ورځو او نورو پاتې ضلعو كښې به تر 4 ورځو روان وي چې پكښې د 35 زره پوليو ډلې٬امنيتي اهلكار او نورې اړوند ادارې …
خېبرپښتونخوا كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن پېل كړے شو٬ 73 لكه ماشومانو ته به د پوليو مخ نيوي څاڅكې وركولې شي
پیښور 21 ستمبر (اے پي پي)خېبرپښتونخو كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن پېل كړے شوے ٬ 73 لكه ماشومانو ته به د پوليو مخ نيوي څاڅكې وركولې شي ۔ د پوليو ايمرجنسي آپريشن سينټر خېبرپښتونخوا وياند له مخې كمپائن به پیښوراو خېبر كښې تر 7 ورځو او نورو پاتې ضلعو كښې به تر 4 ورځو روان وي چې پكښې د 35 زره پوليو ډلې٬امنيتي اهلكار او نورې اړوند ادارې برخه اخلي۔د دې كمپائن په مهال تر 73 لكه ماشومانو ته د رسنې هدف مقرر كړے شوے دغسې چې هغوي ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي وركړې شي۔د پوليو كمپائن په مهال امنيت لپاره نزدې 50 زره پوليس اهلكار تعينات كړې شوي۔ايمرجنسي آپريشنز سنټر خېبرپښتونخوا كمپائن لپاره چمتوالے نيولے دے ۔اړوند چارواكو سوشل ميډيا ايكټيوسټس او اولس ته خواست وكړو چې هغوي كمپائن كښې برخه واخلي دغسې چې د پوليو رنځ بشپړه خاتمه وكړې شي۔ د تېر كال په مقابل كښې سږ كال د پوليو كسيز كښې ډېر كمے راغلے٬سږ كال په صوبه كښې د پوليو يوازې 3 كيسونه رپورټ شوي۔ سږ كال د پوليو 2 كسيونه په بنو او يو شمالي وزيرستان كښې رپورټ شوي دي۔












