د ترهه ګړۍ په ضد جنګ كښې به د پاکستان بشپړ ملاتړ روان ساتلے شي۔چين

  بيجنګ21 ستمبر  (اے پي پي) چين د پاکستان په کوهاټ ښار كښې په پوليس کيمپ د ترهه ګرو د بريد غندني سره په دې پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو كورنيو او  د ژوبل كسانو سره د خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ سي جي ټي اين له مخې د چين خارجه وزارت وياند ګو جياکھون د ګل په ورځ پرېس کنفرنس په مهال ووئيل چين په 18 ستمبر د پاکستان په …

 

بيجنګ21 ستمبر  (اے پي پي) چين د پاکستان په کوهاټ ښار كښې په پوليس کيمپ د ترهه ګرو د بريد غندني سره په دې پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو كورنيو او  د ژوبل كسانو سره د خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ سي جي ټي اين له مخې د چين خارجه وزارت وياند ګو جياکھون د ګل په ورځ پرېس کنفرنس په مهال ووئيل چين په 18 ستمبر د پاکستان په كوهاټ ښار كښې په پوليس کيمپ د ترهه ګړۍ بريد سخته غندنه كوي او په دې پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره غمرازي او  د ژوبل كسانو سره د همدردۍ څرګندونه كوي۔ده ووئيل ترهه ګر د ټولو انسانانو شريك دښمنان دې۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د ټولو هېوادونو د شريكې ګټې له مخې دے۔ده ووئيل چين عمر له د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان بشپړه مرسته كړې او بيا به هم دا روانه ساتي او د ټولو هېوادونو  ته غږ كوو چې د ترهه ګرۍ خطرو په ګډه مقابله وكړي او د نړيوالي سلامتيا او استحکام تحفظ له په ګډه كار وكړي۔

مزید خبریں