پیښور ۔ 21 ستمبر (اے پي پي) په هنګو ضلع كښې د فتنه الخوارج سره په نره د جنګېدونكو شهيدانو شوو 6 پوځي ځوانانو د جنازې مونځ په پیښور كښې ادا كړے شو۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئې ايس پي آر ) لخوا د جاري بيان تر مخه په جنازه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي …
په هنګو كښې د خوارجو خلاف د جنګ په مهال د شهيدو شوو 6 پوځي ځوانانو د جنازې مونځ پیښور كںښې ادا كړے شو

مزید خبریں
پیښور ۔ 21 ستمبر (اے پي پي) په هنګو ضلع كښې د فتنه الخوارج سره په نره د جنګېدونكو شهيدانو شوو 6 پوځي ځوانانو د جنازې مونځ په پیښور كښې ادا كړے شو۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئې ايس پي آر ) لخوا د جاري بيان تر مخه په جنازه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي ٬ كور كمانډر پیښور ٬ اعلې عسكري چارواكو او د شهدا خپلوانو په لويه توګه ګدون كولو ۔ ٬ په وطن ځان قربانېدونكو كښې كېپټن ابوذر فاروق شهيد ٬ لفتېننېټ شېراز بابر شهيد٬ عسكر شكيل احمد٬ حمزه شهيد اود محمد عثمان شهيد پشمول نان كمېېټنټ غلام سجاد شامل دي۔ د جنازې نه پس د شهيدانو جسدونه خپلو كليو پلو روان كړے شول چرته به چې د بشپړ پوځي درناوي سره خاورو ته سپررلر شي ۔ آئې ايس پي آر وئېلي دي د وطن دفاع په خاطر د شهيدو شوو زوال نه لرونكې قربانۍ د امنيتي ځواكونو غېر متزلزل لوظ لا مضبوطوي ۔











