پېښور 19 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهېل اپريدي د کوهاټ پوليس لائنز ترهګرۍ په پېښه كښې د شهيدانو كورنيو سره ليدلي ٬ په دې موقع ده ووئيل چې د کوهاټ پېښه كښې د ترهګرو په مړانه مقابله كوٶنكې پوليس٬ سي ټي ډي او ټولو اهلكارو ته پېرزوئنې وارندې كوم٬ د ترهګرو په ضد په مړانه جنګ كوونكي زمونږ شهيدانو د قام تحفظ لپاره خپل ځانونه …
پېښور، وزيراعليٰ د كوهاټ پوليس لائنز ترهګرۍ په پېښه كښې د شهيدانو كورنيو سره وليدل

مزید خبریں
پېښور 19 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهېل اپريدي د کوهاټ پوليس لائنز ترهګرۍ په پېښه كښې د شهيدانو كورنيو سره ليدلي ٬ په دې موقع ده ووئيل چې د کوهاټ پېښه كښې د ترهګرو په مړانه مقابله كوٶنكې پوليس٬ سي ټي ډي او ټولو اهلكارو ته پېرزوئنې وارندې كوم٬ د ترهګرو په ضد په مړانه جنګ كوونكي زمونږ شهيدانو د قام تحفظ لپاره خپل ځانونه قربان كړي، لوے څښتن دې د شهيدانو لوړې درجے نصيب كړي۔ سهيل اپريدي ووئيل چ كله نه چې زمونږ حكومت راغلے دے پوليس ته جديد وسله وركولو لپاره 35 اربه اضافي روپۍ وركړې شوې دي٬ مالي كال 27-2026 لپاره د پوليس بجټ زياتولو سره 190 اربه روپۍ كړے شوے دے، د پوليس مضبوطولو نه غېر په صوبه كښې تل پاتې امن نشي قائمېدې٬ د کوهاټ ډي ايچ کيو روغتون ته به ټول ضروري او اهم طبي آلات وركولې شي۔ په دې موقع وزيراعليٰ ووئيل چې چاٶدنه كښې ځپلې شوې جومات او د سپيشل برانچ پوليس سټيشن به بيا رغونه كولې شي٬ د وړاندې نه مې په كوهاټ كښې د زر بسترو د ورغتون اعلان كړېدے، دا روغتون به په لږ نه لږه موده كښې بشپړولې شي، په دې موقع د قامي اسمبلۍ غړي شهرياراپريدي، داؤد اپريدي او صوبائي وزيران شفيع جان او آفتاب عالم هم موجود وو۔








