د څوارلسم ساؤتھ ايشين ګيمز كوربتوب لپاره  پاکستان خپل چمتوالے  ونيولو

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د دوو لسيزو نه زياته موده پس د 3 نه تر 11 اپرېل كال 2027 د كېدونكې څوارلسم ساؤتھ ايشين ګيمز كوربتوب لپاره چمتوالے بام ته رسېدلے دے او په دريو واړو كوربه ښارونو اسلام آباد، لاهور او پېښور كښې انتظامات ته د حتمي شكل وركولو عمل روان دے٬   د ګڼ اړخيزه سيمه ايزو لوبو دا   ايونټ پاكستان ته  راتلل هېواد …

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د دوو لسيزو نه زياته موده پس د 3 نه تر 11 اپرېل كال 2027 د كېدونكې څوارلسم ساؤتھ ايشين ګيمز كوربتوب لپاره چمتوالے بام ته رسېدلے دے او په دريو واړو كوربه ښارونو اسلام آباد، لاهور او پېښور كښې انتظامات ته د حتمي شكل وركولو عمل روان دے٬   د ګڼ اړخيزه سيمه ايزو لوبو دا   ايونټ پاكستان ته  راتلل هېواد لپاره د وياړ خبره ده او دا به هېواد د ګردې سوئيلي آسيا لوبغاړو او د آفيشلز په وړاندې د ګېمز خپلو سهولتونو٬ تنظيمي صلاحيتونو٬ ګېمز ټيلنټ، كلتور او د مېلمستيا رامخې ته كولو لپاره مهمه موقع وي٬ په ساؤتھ ايشين ګيمز كښې بهد  28 لوبو لپاره 346 ميډل ايونټس شامل وي او د بېلو هېوادونو لوبغاړي به په درېو واړو كوربه ښارونو كښې په 28 سيالز كښې برخه اخلي۔ د پاکستان سپورټس بورډ (پي ايس بي) د پاکستان اولمپک ايسوسي ايشن او نورو اړوند شراكتدارو په مرسته  د مقابلو او د تربيې وينيوز، استوګنې، ټرانسپورټ، طبي سهولتونو او نورو انتظامي و عملي ضرورتونو له په جامع توګه چمتوالے نيسي  ، د وينيوز د چمتوالي نيولو او د انتظامات جاج د ساؤتھ ايشيا اولمپک کونسل (اېس اے او سي) ايګزيکټو کميټۍ په 23 او 24 اګست اسلام آباد كښې غونډه كښې اخستې٬ په غونډه كښې د بنګله ديش، بھوټان، مالديپ، نيپال او د سري لنکا نمائندګانو په ذاتي او هند په ورچوئل توګه په غونډه كښې ګډون كولو۔

مزید خبریں