ويټيكن سټي۔ 17 ستمبر(اے پي پي) پوپ ليو وئېلي دي په مينځني ختيز كښې اوسنې شخړې د يهودو او عيسايانو تر مينځه د روابط لپاره ازمېښت ګرځېدلې دي٬ د العربيه تر مخه هغه ووئېل د روان تشدد په اړه د مختلف نظر لرونكو څخه په مكالمه فشار خو راغلے دے خو دا منقطع شوې نه ده ۔ د بېن المذاهب مكالمې لپاره د كيتهولك چرچ د تېرو 60 كالو …
د مينځني ختيز شخړو څخه يهودي او عيسائي راوبط ځپلې شوي دي٬ پوپ ليو
ويټيكن سټي۔ 17 ستمبر(اے پي پي) پوپ ليو وئېلي دي په مينځني ختيز كښې اوسنې شخړې د يهودو او عيسايانو تر مينځه د روابط لپاره ازمېښت ګرځېدلې دي٬ د العربيه تر مخه هغه ووئېل د روان تشدد په اړه د مختلف نظر لرونكو څخه په مكالمه فشار خو راغلے دے خو دا منقطع شوې نه ده ۔ د بېن المذاهب مكالمې لپاره د كيتهولك چرچ د تېرو 60 كالو هلو ځلو په لړ كښې جاري كړي يو نوي فرمان كښې پوپ د يهودو دښمني او د اسلام د دښمنۍ غندنې كولو په اړه د چرچ د موقف پخلے وكړو۔ د ويټيكن د دريو اعلې دفترونو جوړ كړي او د پوپ ليو په منظورۍ جاري فرمان كښې وئېلې شوي دي په مينځني ختيز كښې د تېرو كلونو په مهال پېل شوو شخړو په يهودي او مسيحي مكالمه خپل اثرات مرتب كړې دي۔ هغه ووئېل د مواصلت ګڼې زرائعې تاو جنې شوي دي خو د دغې باوجود د شريكو هڅو د لارې په 60 كاله موده كښې د جوړې شوې مكالمې ستنې هغسې په مضبوطيا ولاړې دي او په دې بنيادونو د پېشرفت روان ساتل ممكن هم دے۔ دا فرمان د چرچ د 1965 هغه دستاوېز په سالګره جاري كړے شوے كوم چې د يهودو او مسيحانو د پیړيو تاو ترخوالے د كمولو سهرا ګڼلې كېږي۔











