ايران لوظ نامه كول غواړي٬ د جنګ خاتمه نزدې ده ٬ د امرېكې صدر

  واشنګټن۔ 17 ستمبر (اے پي پي)  د امرېكې صدر  ډونلډ ټرمپ  يو وارې بيا ادعا  وكړه چې ايران  كومې لوظ نامې ته رسېدل غواړي٬  د بي بي سي تر مخه  د رېپبلكن د سېنېټ كانديد مائيكل وهټلي  د انتخابي كمپائن په لړ كښې  ګېسټونيا كښې خپل خطاب كښې  صدر ډونلډ ټرمپ ووئېل زه هيله لرم چې مونږ د جنګ خاتمې ته نزدې يو٬   هغه لوظ نامه كول غواړي ٬  …

 

واشنګټن۔ 17 ستمبر (اے پي پي)  د امرېكې صدر  ډونلډ ټرمپ  يو وارې بيا ادعا  وكړه چې ايران  كومې لوظ نامې ته رسېدل غواړي٬  د بي بي سي تر مخه  د رېپبلكن د سېنېټ كانديد مائيكل وهټلي  د انتخابي كمپائن په لړ كښې  ګېسټونيا كښې خپل خطاب كښې  صدر ډونلډ ټرمپ ووئېل زه هيله لرم چې مونږ د جنګ خاتمې ته نزدې يو٬   هغه لوظ نامه كول غواړي ٬  اوس ګورو  چې وړاندې څه كېږي ۔ د امرېكې صدر د تېرو څو مياشتو نه دا موقف بيا بيا خپلوي  چې ايران د خبرو او ممكنه لوظنامې  خوښي لري ٬ خو په دې مهال د امرېكې او ايران تر مينځه  شوې ګڼې رابطې  او خبرې اترې كومې مستقل  لوظ نامې  ته ونه رسېدې٬ دغسې دواړه هېوادونه د يو بل خلاف پوځي كاروائۍ هم كوي۔  بل پلو د جنګ او آبنائے هرمز كښې د تاو تريخوالي له امله تېل  او د نورو څيزونو په ګرانېدو د امريكي ووټرانو اندیښنه زياتېږي ۔  په نومبر كښې د كېدونكو مينځڼۍ مودې ټاكنو نه  وړاندې دا صورتحال د ګڼو رېپبلكن كانديدانو لپاره سياسي چېلنچ چوړ شوے دے ۔  د مبصرېن تر مخه   د زياتېدونكې معاشي فشار  او اولسي  خدشات د ټرمپ انتظاميه  په اولسي كچه د ايران سره  د خبرو اترو مرستې او د جنګ د خاتمې خبرو  ته آماده  كړې ده۔