واشنګټن ۔ 16 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د ټيكساس څخه تعلق لرونكے د كانګرېس غړے ويسلے هنټ د سعودي عرب لپاره سفير نومولے دے ٬ دا عهده د ټرمپ په اقتدار كښې د راتللو نه څخه څه موده پس خالي شوې وه ۔ د العربيه اردو تر مخه د وېسلے هنټ نومولے كېدو سمري د ګل په ورځ سېنېټ ته لېږلې شوې وه كه …
د امرېكې صدر د كانګرېس غړے ويسلے هنټ د سعودي لپاره سفير ونومولو

مزید خبریں
واشنګټن ۔ 16 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د ټيكساس څخه تعلق لرونكے د كانګرېس غړے ويسلے هنټ د سعودي عرب لپاره سفير نومولے دے ٬ دا عهده د ټرمپ په اقتدار كښې د راتللو نه څخه څه موده پس خالي شوې وه ۔ د العربيه اردو تر مخه د وېسلے هنټ نومولے كېدو سمري د ګل په ورځ سېنېټ ته لېږلې شوې وه كه د دې توثيق كېږي نو هغه به سعودي كښې د امرېكې تر ټولو اعلې سفير په حېث د مائيكل ريټني ځائے نيسي۔وېسلے هنټ په ايكس خپل پوسټ كښې ووئېل په سعودي عرب كښې د راراوان سفير په حېث خدمات تر سره كولو لپاره د صدر ترمپ لخوا نومولے كېدل ډېر لوي درناوے دے ۔ هغه ووئېل د امركې او سعودي عرب تر مينځه د همكارۍ تزويري اهميت او د دې عهدې په لويه ذمه وارۍ پوهېږم۔ وېسلے هنټ د وېسټ پوائنټ ګرېجوېټ دے او هغه د امرېكې په پوځ كښې 8 كاله تير كړې دي۔ هغه يو وارې په عراق او دوه وارې په سعودي عرب كښې خدمات تر سره كړي چرته جې هغه د رابطه كار افسر په حېث تعينات ؤ۔ هغه په وړومبي ځل په 2023 كښې د كانګرېس غړے ټاكلے شوے دے










