غزہ  كښې  د جنګ  څخه ځپلې ودانۍ راپرېوتو څخه  8 فلسطینیان په حق ورسېدل ،15  ژوبل

  غزہ سټي ۔16ستمبر  (اے پي پي) د غزہ  ښار كښې  د جنګ  څخه د ځپلې ودانۍ كېناستو   څخه 8 فلسطینیان   په حق  ورسېدل او    د  15  نه زيات ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخې  ځايي طبي ذرائعو  وئېلي دي د ودانۍ  كېناستو پیښه د شورو په شپه نزدې   په 15 منټه او  2 بجې الصناعه سټریټ كښې رامخې ته شوه  ۔  ودانۍ كښې مېشته كسان زياتره  د جنګ  …

 

غزہ سټي ۔16ستمبر  (اے پي پي) د غزہ  ښار كښې  د جنګ  څخه د ځپلې ودانۍ كېناستو   څخه 8 فلسطینیان   په حق  ورسېدل او    د  15  نه زيات ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخې  ځايي طبي ذرائعو  وئېلي دي د ودانۍ  كېناستو پیښه د شورو په شپه نزدې   په 15 منټه او  2 بجې الصناعه سټریټ كښې رامخې ته شوه  ۔  ودانۍ كښې مېشته كسان زياتره  د جنګ  په مهال بې كوره شوي وو  ۔د  فلسطین سول ډیفنس بیان كښې ووئېل مرستندويه ډلې  د ملبې لاندې  د ګېرو شوو كسانو لټون كوي ۔ د سول ډیفنس  تر مخه  د 60  نه زيات  كسان  د بې دركه كېدو يا د ملبې لاندې د راتللو  اندیښنه  ده او ژوبل شوي د علاج لپاره  الشفا هسپتال ته منتقل  كړے شوي دي ۔  د  سول ډیفنس  محكمې ووئېل د ملبې اخوا كولو  او  د دغې په نتيجه كښې د راويستونكو كسانو لپاره  د لويې مشینرۍ د  کمی  له امله  د مرستې په کارروائیو  كښې ستونزې رامخې ته كېږي۔  چايي عیني شاهدین ووئېل وداني د جنګ په مهال ځپلې شوې وه  او كورونو پرېښودونكو د استوګنې لپاره كاروله

مزید خبریں