جنېوا۔16ستمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو په غزه كښې له ملبې څخه د سلګونو په شمېر مړو راويستلے كېدو نه وروستو غوښتنه كړې ده چې د شواهدو راټولولو كښې د مرستې لپاره پلټنو كوونكو ډلو ته دې غزه ته د رسنې اجازه وركړې شي۔ د العربيه اردو له مخې دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې مشر وولكر ترك تېره ورځ په يو بيان كښې وكړه۔ هغه ووئيل …
غزہ کښې له ملبې څخه په سلګونو مړي راویستلې شوي، د شواهدو راټولولو لپاره دې نړیوالو ډلو ته غزه ته د رسنې اجازه ورکړې شي: ملګري ملتونه

مزید خبریں
جنېوا۔16ستمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو په غزه كښې له ملبې څخه د سلګونو په شمېر مړو راويستلے كېدو نه وروستو غوښتنه كړې ده چې د شواهدو راټولولو كښې د مرستې لپاره پلټنو كوونكو ډلو ته دې غزه ته د رسنې اجازه وركړې شي۔ د العربيه اردو له مخې دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې مشر وولكر ترك تېره ورځ په يو بيان كښې وكړه۔ هغه ووئيل په كورونو د سختې اسرائيلي بمبارۍ نزدې درې كال پس هم د بشري باقيات په كومو كښې چې زياتره د مېرمنو او كوچنيانو دي ٬ پرله پسې رامخې ته كېدل دا امكان خرګندوي چې جنګي جرائم شوي دي۔ ده په دې خبره دا افسوس څرګندونه وكړه چې نن هم د غزه په ځينې سيمو كښې چرته جې اسرائيلي پوځ تعينات دے د بلډوزر دلارې د زمكې هوارولو عمل روان دے او د مبلې لاندې پرتو جسدونو هېڅ خيال نه ساتلے كېږي۔ د فلسطين سول ډيفنس رپورټ له مخې تېر نومبر څخه تر دې دمه غزه كښې د ړنګو شوو ودانيو د ملبې څخه 630 څخه زيات جسدونه او نور بشري باقيات برآمد شوي دي۔ دا خبره دې ياده وي چې درې كاله څخه د روانې اسرائېلي بمبارۍ او زمكيزې كارروائي په نتېجه كښې تر دې دمه 73 زره څخه زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي










