او آئي سي سيكرټريټ مكه ريجن پلو د درون بريد هڅه وغندله

  جده 16ستمبر(اے پی پی)د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)جنرل سېكريټريټ د مكه ريجن پلو د ډرون بريدونو د هڅې او د سعودي عرب په ضد د روان جارحيت سخته غندنه كړې ده۔د او آئي سي جنرل سېكريټريټ له مخې دې بريدونو څخه بې ګناه وګړو كښې يره خپره شوې دهد ٬مقدس ځايونو او جوماتونو حرمت لامينځه وړلے كيږي او د ټولې نړۍ د مسلمانانو جذبات مجروح كيږي۔جنرل سيكريټريټ ووئېل …

 

جده 16ستمبر(اے پی پی)د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)جنرل سېكريټريټ د مكه ريجن پلو د ډرون بريدونو د هڅې او د سعودي عرب په ضد د روان جارحيت سخته غندنه كړې ده۔د او آئي سي جنرل سېكريټريټ له مخې دې بريدونو څخه بې ګناه وګړو كښې يره خپره شوې دهد ٬مقدس ځايونو او جوماتونو حرمت لامينځه وړلے كيږي او د ټولې نړۍ د مسلمانانو جذبات مجروح كيږي۔جنرل سيكريټريټ ووئېل  د مقدس ځايونو٬جوماتونو او د ښارونو بنيادي ډهانچې خلاف كاروائۍ د ترهه ګرۍ په زمره كښې راځي٬كوم چې اسلامي اقدار سره سره د نړيوال اصولو٬ضابطو او قانون سره هم ټكر خوري۔بيان كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې د مقدس ځايونو  د حرمت خلاف ورزي د نه قبلولو او د نه زغملو وړ  اقدام دے۔بيان كښې د سعودي عرب سره د بشپړه يو والي څرګندونې كولو سره د مقدس ځايونو حرمت٬ د مسلمانانو د تحفظ او د سعودي عرب سلامتيا او  د خپلواكۍ دفاع لپاره د مملكت لخوا د پورته كېدونكو ټولوګامونو د ملاتړ پخلے وكړے شو۔