بیجنګ ۔16ستمبر (اے پي پي ) چین په امریکې زور راوړے دے چې هغه په تشه كښې د جنګ چمتوالے نيول بند كړي۔ د العربیه اردو تر مخه دا خبره د چین خارجه وزارت وياند ګو جیاکون د امریکائي خلائي فورس د اړخه په وړومبي ځل مدار كښې د وسلو په ځائے كولو تصدیق په اړه د بیان نه پس تېره ورځ نیوز بریفنګ كښې وكړه ۔چین بهرنۍ خلا …
امریکا دې په خلا كښې د جنګ چمتوالے نيول بند کړي ،چین
بیجنګ ۔16ستمبر (اے پي پي ) چین په امریکې زور راوړے دے چې هغه په تشه كښې د جنګ چمتوالے نيول بند كړي۔ د العربیه اردو تر مخه دا خبره د چین خارجه وزارت وياند ګو جیاکون د امریکائي خلائي فورس د اړخه په وړومبي ځل مدار كښې د وسلو په ځائے كولو تصدیق په اړه د بیان نه پس تېره ورځ نیوز بریفنګ كښې وكړه ۔چین بهرنۍ خلا د وسله والې جوړولو ، دغه د جنګ میدانِ جوړولو او هلته د وسلو په ځائے كولو د زغل مخالفت کولو سره په امریکا زور راوړو چې هغه پخپلو عسکري صلاحیتونو كښې زياتوالے او بهرنۍ خلا كښې د جنګ چمتوالے نيول بند كړي ۔ واضحه دې وي د امریکې خلائي فورس تېره ورځ وئېلي وو مونږ په مدار كښې د مخالفو جارحانه کارروائیو خلاف د دفاع صلاحیت لرونكې وسلې په ځائے كړې دي خو په دې اړه نور تفصیلات نه دي وركړي شوي۔ د امریکې خلائي فورس پخپل اعلان كښې په خاص توګه چین خطر ګرځولو سره ووئېل بیجنګ د خپلې عسکري جدید کارۍ تګلارې تر مخه خلائي او د فوځي خلائي کارروائۍ صلاحیتونو له چمتوالے نيسي او دغه كاوري ،د امریکې خلائي فورس د روس هم ذكر وكړو۔ د امریکې فورس تر مخه روس باور لري چې د سباون شخړو كښې خلائي برلا سے به پرېكنده عنصر ثابت شي ۔












