نیویارک۔16ستمبر (اے پي پي ) د پاکستان نه په غلا امریکې ته قاچاق شوي 36 نوادرات د پاکستان حکومت ته سپارلې شوي ، كوم به چې اوس پاکستان ته بېرته راوړلې شي ۔ د نوادرات سپارلو په لړ كښې د نیویارک کاؤنټي ډسټرکټ اټارني په دفتر كښې يوه دستوره وشو۔ نیویارک كښې د پاکستان قونصل جنرل امیر احمد آتوزئۍ په دې لړ كښې په لوظ نامه لاس ليك وكړو …
امریکې پاکستان څخه قاچاق شوي 36 نوادرات واپس کړل
نیویارک۔16ستمبر (اے پي پي ) د پاکستان نه په غلا امریکې ته قاچاق شوي 36 نوادرات د پاکستان حکومت ته سپارلې شوي ، كوم به چې اوس پاکستان ته بېرته راوړلې شي ۔ د نوادرات سپارلو په لړ كښې د نیویارک کاؤنټي ډسټرکټ اټارني په دفتر كښې يوه دستوره وشو۔ نیویارک كښې د پاکستان قونصل جنرل امیر احمد آتوزئۍ په دې لړ كښې په لوظ نامه لاس ليك وكړو ۔ د لوظ نامې تر مخه 36 نوادرات پاکستان ته بېرته ستانه كړے شول چې پكښې د څلورمې پیړۍ د ګرے شِسټ نه جوړ د یاکشي دیوي مجسمه او د 2700 نه تر 3000 قبل مسیح دور سره تعلق لرونكې د خاورې جوړې 35 مجسمې شاملې دي ۔ دستورې ته خطاب كښې قونصل جنرل د ډسټرکټ اټارني دفتر د اینټیکوئټیز ټریفکنګ یونټ (Antiquities Trafficking Unit ) په پرله پسې معاونت مننه وكړه ۔ هغه ووئيل كلتوري ورثه د ګرد انسانیت شريكه ورثه ده ۔ ده ووئېل د نوادرات په قانوني ډول راستنولو څخه به د پاکستان او ګرده نړۍ كښې راتلونكو نسلونو ته د انساني تهذیب د دې غیر معمولي یادګارونو د لوستې، ستائنې او هغوي څخه د زده كړې موقع تر لاسه شي۔












