سعودي عرب كښې تر راروانې اوونۍ د باران امكان دے

  رياض۔ 15 ستمبر (اے پي پي)  د سعودي عرب  د سول ډيفنس  دائرېكټورېټ جنرل  د مملكت په بېلو  سيمو كښې  د راروانې اوونۍ تر خالي ورځ  د پړق پړوق سره  د باران خبردارے جاري كړو۔ د اردو نيوز تر مخه  جنرل ډائرېكټورېټ آف سول ډيفنس يو بيان كښې ووئېل په بېلو سيمو كښې د مينځومانې  درجې د شديد باران امكان ظاهر كړے شوے دے۔ دغسې  مكمه مكرمه ٬   الكامل …

 

رياض۔ 15 ستمبر (اے پي پي)  د سعودي عرب  د سول ډيفنس  دائرېكټورېټ جنرل  د مملكت په بېلو  سيمو كښې  د راروانې اوونۍ تر خالي ورځ  د پړق پړوق سره  د باران خبردارے جاري كړو۔ د اردو نيوز تر مخه  جنرل ډائرېكټورېټ آف سول ډيفنس يو بيان كښې ووئېل په بېلو سيمو كښې د مينځومانې  درجې د شديد باران امكان ظاهر كړے شوے دے۔ دغسې  مكمه مكرمه ٬   الكامل ٬ الجموم ٬ بحره ٬ القنفذه  ٬ اللېث ٬ طائف ٬ ميسان ٬ اضم او العرضيات كښې  باران كېدے شي ٬ دغسې د سېلابي صورتحال ٬ ږلۍ   او د جاكړ  پېشنګوئې شوې ده۔ مدينه منوره جازان ٬ عسير او الباحه منطقه كښې د مينځومانې  د شديد باران  او په نجران كښې  د نري باران  امكان دے۔   ډائرېكټورېټ وګرو ته د احتياط  كولو   او خپل ځان تر محفوظ ځايونو د محدود كول  سپارښتنه هم كړې ده۔

مزید خبریں