كېف۔ 15 ستمبر (اے پي پي) د يوكرېن صدر ولوديمير زېلنسكي وئېلي دي كه روسيه هم داسې وكړي نو يوكرېن په ځينې هدفونو د بريدونو نه كولو ته چمتو دے ۔د شنهوا تر مخه په سماجي رابطه پلېټ فارم ايكس خپل پېغام كښې زېلنسكي ووئېل كه شراكت دار د دې خبرې باوري كولو ته چمتو دي چې روس د يوكرېن د بریښنا په نظام ٬ د توان په نورو …
كه روس بريدونه اودروي نو يوكرېن هم په ځينې هدفونو بريدونه نه كولو ته چمتو دے ٬ زيلنسكي

مزید خبریں
كېف۔ 15 ستمبر (اے پي پي) د يوكرېن صدر ولوديمير زېلنسكي وئېلي دي كه روسيه هم داسې وكړي نو يوكرېن په ځينې هدفونو د بريدونو نه كولو ته چمتو دے ۔د شنهوا تر مخه په سماجي رابطه پلېټ فارم ايكس خپل پېغام كښې زېلنسكي ووئېل كه شراكت دار د دې خبرې باوري كولو ته چمتو دي چې روس د يوكرېن د بریښنا په نظام ٬ د توان په نورو تنصيباتو ٬ مهمه بنيادي ډهانچه او د غذائې څيزونو د ترسيل لارې نه په نخښه كولو نه په حقيقي توګه ډډه وكړي نو يوكرېن هم د دغې په ځواب كښې د داسې كولو ته چمتو دے۔ هغه ووئېل كومه هم جنګ بندي د باور وړ او اوږد مهاله پكار ده او دا په روس كښې راروانه مياشت كښې د ټاكنو كېدو نه پس هم روانه ساتل غواړي۔ زېلنسكي زور راوړو د جنګ خاتمه ضروري ده او د بنيادۍ ډهانچې د نخښه كولو نه د ډډې كوم هم ګام د امن پلو وړورمبے ګام ثابتېدے شي ۔ د دې نه وړاندې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي وو روس او يوكرېن د توان په بنيادې ډهانچه د بريدونو نه كولو ته صلاح شوي دي۔










