د څلورو ورځنو مېچونو فاسټ باولرز ته د خپل باولنګ ښه كولو  زياتې موقعې تر لاسه كېږي٬  د صبر هم امتحان وي٬   عاكف جاوېد  او حارث رؤف

  اسلام آباد۔ 15 ستمبر (اے پي پي)د كنګز مېن فاسټ باولر عاكف جاوېد  او د پاكستان ټېلې وژن   فاسټ باولر حارث روف وئېلي دي   د څلور ورځني كركټ څخه فاسټ باولرز ته د خپل باولنګ ښه كولو  او د ردهم  تر لاسه كولو زياتې موقعې تر لاسه كېږي  خو په اوږډو  كركټ مېچونو كښې د صبر امتحان هم وي۔۔ د پرېذېډنټ ټرافي  ګرېډ ون  فرسټ كلاس په وړومبي پراؤ …

 

اسلام آباد۔ 15 ستمبر (اے پي پي)د كنګز مېن فاسټ باولر عاكف جاوېد  او د پاكستان ټېلې وژن   فاسټ باولر حارث روف وئېلي دي   د څلور ورځني كركټ څخه فاسټ باولرز ته د خپل باولنګ ښه كولو  او د ردهم  تر لاسه كولو زياتې موقعې تر لاسه كېږي  خو په اوږډو  كركټ مېچونو كښې د صبر امتحان هم وي۔۔ د پرېذېډنټ ټرافي  ګرېډ ون  فرسټ كلاس په وړومبي پراؤ كښې په دوېمه او درېمه ورځ دواړو فاسټ باولرز د ښه باولنګ څرګندونه وكړه۔  عاكف جاوېد په فرسټ كلاس  كيريئر كښې  په وړومبي ځل   د 5 نه زياتې وګټې تر لاسه كړې  او حارث روف  په فرسټ كلاس كركټ  كښې 5  يا د دغې نه  د زياتو  وكټو اغستو كارنامه  په درېم وارې تر سره كړه۔   پي سي بي ډېجېټل سره خبړو كښې  عاكف جاوېد ووئېل   د څلور ورځني كركټ څخه باولرز ته زياته ګټه رسي ۔ د نېشنل كركټ اكېډيمي په كېمپ كښې   د ايشلے نوفكے د نوي بال ګرفت  ښه كولو له مرسته وكړه۔  هغه ووئېل   چې كله د وكټ نه سوئمنګ او سيم نه نر لاسه كېدل  نو هغه د شارټ پچ باولنګ پلان جوړ  كړو كوم چې موثر ثابت شو۔

مزید خبریں