کوئټه۔ 14 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي په مستونګ ضلع کښې د فتنة الهندوستان خلاف د امنيتي ځواكونو كارروايۍ ستائلو سره وئيلي دي د ترهګرو عناصرو په ضد کارروايۍ د رياستي ادارو د پیاوړی عزم او پېشه ورې وړتیا څرګندونه کوي۔ د بلوچستان وزیر اعلیٰ وویل امنيتي ځواكونو په مستونګ کښې د فتنة الهندوستان په ضد د کارروایۍ په ترڅ کښې د کمانډر …
د ترهګرۍ په ضد جنګ په پرېكړه كوونكي پړاو كښې دې: د بلوچستان وزيراعلی

مزید خبریں
کوئټه۔ 14 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي په مستونګ ضلع کښې د فتنة الهندوستان خلاف د امنيتي ځواكونو كارروايۍ ستائلو سره وئيلي دي د ترهګرو عناصرو په ضد کارروايۍ د رياستي ادارو د پیاوړی عزم او پېشه ورې وړتیا څرګندونه کوي۔ د بلوچستان وزیر اعلیٰ وویل امنيتي ځواكونو په مستونګ کښې د فتنة الهندوستان په ضد د کارروایۍ په ترڅ کښې د کمانډر نقیب په ګډون درې ترهګر وژلي او یوه مهمه بریا یۍ تر لاسه کړې ده۔ د کارروایی په مهال د ترهګرو موټر په کواډ کاپټر (ډرون) بریالیتوب سره په نښه شو۔ میر سرفراز بګټي وویل چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو پېشه ور مهارت ٬ زړورتیا او اغېزمنې کارروایۍ د ستايلو وړ دي۔ د ترهګرو عناصرو په ضد دغه ډول کارروایۍ د دې عزم څرګندونه کوي چې رياست به امن دښمنه ځواکونو ته په بلوچستان کښې خپلو ناوړه موخو ته د رسېدو اجازه ورنکړي۔ وزیر اعلیٰ وویل د بلوچستان ولس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو تر څنګ ولاړ دې۔ ده زياته كړه چې د امن د ټینګښت لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ قوم لپاره د ویاړ وړ دي او حکومت دغه قربانيو ته په درنه سترګه ګوري. میر سرفراز بګټي وویل د ترهګرۍ خلاف جنګ په پرېکړه کونکې پړاو کښې دې او د ترهګرو عناصرو په ضد به کارروایی بې توپیره دوام لري۔ ده ووئيل تر وروستي ترهګر پورې به د رياست عزم قائم وي او امن دښمنه عناصر به په هېڅ ډول بریالي کېدو ته پرېښودل نشي










