ګوجرانواله ٬ د قومي اسمبلۍ غړي محمود بشري ورك د جنازې لمونځ كښې مهمو سياسي او انتظامي شخصياتو ګډون وكړو

ګوجرانواله۔ 13 ستمبر (اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) د قومي اسمبلۍ غړي محمود بشير ورك د جنازې لمونځ په ګوجرانواله بورډ آفس ګراؤنډ كښې ادا كړې شو۔ د جنازې لمونځ د نوموړي مذهبي سكالر علامه ثاقب رضا مصطفائي په امامت كښې وكړې شو۔ د جنازې لمونځ كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ د ګوجرانواله ډويژن كمشنر اېم علي ٬ ډپټي كمشنر نوید احمد، پخواني …

ګوجرانواله۔ 13 ستمبر (اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) د قومي اسمبلۍ غړي محمود بشير ورك د جنازې لمونځ په ګوجرانواله بورډ آفس ګراؤنډ كښې ادا كړې شو۔ د جنازې لمونځ د نوموړي مذهبي سكالر علامه ثاقب رضا مصطفائي په امامت كښې وكړې شو۔ د جنازې لمونځ كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ د ګوجرانواله ډويژن كمشنر اېم علي ٬ ډپټي كمشنر نوید احمد، پخواني وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان او نورو مهمو سياسي ٬ سماجي او مذهبي شخصيات ګډون وكړو۔ په دې موقتع د قومي او صوبائي اسمبلۍ غړي ٬ سټي پوليس آفيسر ډاكټر غياث ګل او د ضلعي انتظاميې نور افسران هم موجود وو۔ وروستو د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د ارواښاد محمود بشير ورك كورنۍ سره ملاقات وكړو او هغوي سره يۍ غمرازي وكړه۔ نورو سياسي او سماجي شخصياتو هم د ارواښاد په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره غمجنې كورنۍ سره خواخوږۍ وكړه۔ په دې موقع د ارواښاد سياسي ٬ سماجي او اولسي خذمات ته پېرزوئنې هم وړاندې كړې شوې۔

مزید خبریں