د صوبې د ځوانانو د سباؤن ٬ د روزګار د حق به كومه هم سودا قبلولې نه شي: د بلوچستان وزیر اعلیٰ

  کوئټه۔ 10 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې صوبه كښې به د كوم هم ځوان نوكري خرڅولې نه شي ، كه د نوكرۍ د اخستلو يا خرڅولو كوم مصدقه شواهد رامخې ته شول نو نه به وزير پاتې كيږي او نه كوم سېكرټري۔ د ككړو عناصرو  خلاف به بې پرې پلټنيو څخه وروستو د قانون له مخې سخته كارروائي كولې شي۔ دا …

 

کوئټه۔ 10 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې صوبه كښې به د كوم هم ځوان نوكري خرڅولې نه شي ، كه د نوكرۍ د اخستلو يا خرڅولو كوم مصدقه شواهد رامخې ته شول نو نه به وزير پاتې كيږي او نه كوم سېكرټري۔ د ككړو عناصرو  خلاف به بې پرې پلټنيو څخه وروستو د قانون له مخې سخته كارروائي كولې شي۔ دا خبره ده د سېکرټریز کمېټۍ غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د صوبائي محكمو د كاركردګۍ ٬ د كلن پرمختيائي پروګرام فزيكل او فنانشل پېشرفت ٬ د بھرتيانو دعمل او د بېلو انتظامي چارو جاج واغستې شو۔  وزیر اعلیٰ دا خبره په ډاګه كړه چې د بلوچستان د ځوانانو د سباؤن او د هغوي د روزګار د حق كومه سودا به قبلولې نه شي۔ ده ووئيل زه په افسرانو باور لرم ٬ هغوي صلاحيت لرونكي دي او د بلوچستان په سم لوري د بوتللو صلاحيت لري۔ وزیر اعلیٰ ووئيل د بلوچستان ځوانان د تعليم له ترلاسه كولو وروستو روزګار ته سترګې په لاره وي۔ د دوئي د نوكرۍ خرڅول به كله هم قبولولې نه شي۔ ده په ډاګه كړه چې د كلاس فور په چوكو به نه خپلولي پاللې شي او نه به د رېكروټمنټ كمېټۍ كومه برخه وي۔

مزید خبریں