پېښور 10 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي په پېښور كښې د پاکستان کونسل آف سائنټفک اينډ انډسټريل ريسرچ ليبارټريز کمپليکس(پي سي اېس آئي آر) دوره وكړه ۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې د دورې په مهال د پي سي اېس آئي آر ډائريکټر جنرل سهېل امير مروت ګورنر د ادارې جوړېدو، د خدمات، بېلو مركزونو، جاري پي اېس ډي پي منصوبو او د …
ګورنر فېصل كريم كنډي په پېښور كښې د پاکستان کونسل آف سائنټفک اينډ انډسټريل ريسرچ ليبارټريز کمپليکس دوره

مزید خبریں
پېښور 10 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي په پېښور كښې د پاکستان کونسل آف سائنټفک اينډ انډسټريل ريسرچ ليبارټريز کمپليکس(پي سي اېس آئي آر) دوره وكړه ۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې د دورې په مهال د پي سي اېس آئي آر ډائريکټر جنرل سهېل امير مروت ګورنر د ادارې جوړېدو، د خدمات، بېلو مركزونو، جاري پي اېس ډي پي منصوبو او د سباون منصوبو په حواله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ده ګورنر د پي سي ايس آئي آر د ميډيکل بوټينيکل، ميټريل سائنس، فوډ ټيکنالوجي، کيليبريشن، انجينئرنګ سروسز او ډائمينشن سټون سينټرز کارکردګۍ او د خدمات نه هم خبر كړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ګورنر فېصل کريم کنډي د پي سي اېس آئي آر د سائنس مدارو او پوهانو د تحقيقي و تکنيکي كار ستائنې كولو سره ووئيل اداره د دفاع، انجينئرنګ، معدنيات، کاسميټکس او په هربل څانګو كښې د قدر وړ خدمات ترسره كوي۔ ده ووئيل پي سي اېس آئي آر د تحقيقي صلاحيتونو د هېواد په صنعتي او سائنسي پرمختګ كښې مهم كردار لوبوي۔ په دې موقع ډائريکټر جنرل سهېل امير مروت ګورنر فېصل کريم کنډي ته اعزازي شيلډ هم وړاندې كړو۔ د دې نه وړاندې پاکستان کونسل آف سائنټفک اينډ انډسټريل ريسرچ (پي سي ايس آئي آر) ليبارټريز کمپليکس ته په رسېدو ډائرېكټر جنرل سهېل امير مروت د ګورنر تود هركلے وكړو









