سعودي عرب كښې د چينو زياتو كارېدو پلو د پام كولو ضرورت دے ٬ پبلك هيلته اتهارټي

  رياض۔ 10 ستمبر(اے پي پي) د سعودي عرب د پبلك هيلته اټهارټي "وقايه " انكشاف كړے دے چې د شته شمېرو نه دا څرګندېږي چې سعودي عرب كښې د چينو  كارېدل دومره زيات شوي دي كومو ته چې د پام  لرنې كولو ضرورت دے٬  دا استعمال  په خاص توګه په هغه خوراكونو او شربتونو د لارې كېږي  چې پكښې زيات شكر ګډولې شي۔ د العربيه اردو تر مخه  پبلك …

 

رياض۔ 10 ستمبر(اے پي پي) د سعودي عرب د پبلك هيلته اټهارټي “وقايه ” انكشاف كړے دے چې د شته شمېرو نه دا څرګندېږي چې سعودي عرب كښې د چينو  كارېدل دومره زيات شوي دي كومو ته چې د پام  لرنې كولو ضرورت دے٬  دا استعمال  په خاص توګه په هغه خوراكونو او شربتونو د لارې كېږي  چې پكښې زيات شكر ګډولې شي۔ د العربيه اردو تر مخه  پبلك هيلته اتھارټي تېره ورځ  ېيان كښې واضحه كړه  جې د دې چېلنج مخ نيوي مطلب د چينو نه مكمل پرهېز نه بلكې د دې مقدار  محدود كول  او د روزمره خوراك په اړه ښه انتخاب كول دي۔ بيان كښې وئېلې شوي دي  د چينو زياتېدونكے استعمال او غېر صحت مند غذائي عادات خپرېدو سره  د دغې سره د تړلو خطرو عوامل ٬ چې پكښې وزن كښې زياتوالے  ٬ چاقېدل ٬  د غاښونو خرابتيا  او ټائپ ټو ذيابېطس شامل دي۔د كومو مخ نيوي له چې د “ستاسو صحت ستاسو انتخاب ” په سرخط  كمپائن  پېل كړے شوے دے ۔  دا كمپائن  د روغتيا وزير په مرسته   د پبلك هيلته اتهارټي “وقايه ” په مشرۍ كښې  او د ړوند ادارو په همكارۍ پېل كړے شوے  د كوم مقصد چې  په قامي كچه  بنيادي احتياطي تدابير ته وده وركول او د ټولنې وګري د  زيات صحت منده غذائي انتخاب  كولو جوګه كول دي۔