ملګري ملتونه۔ 10 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش د آبنائے هر مز ګير چاپېره د تاو تريخوالي په زياتېدو د سختې انېښنې څرګندونه كړې ده۔ د شنهوا تر مخه د ملګرو ملتونو وياند اسټيفن دو جارك ووئېل سېكرټري جنرل د تېرو څو ورځو نه د آبنائے هرمز ګېر چاپېره اطلاعات باندې سخته اندیښنه لري ٬ چې پكښې په تجارتي بحري بېړيو بريدونه ٬ …
د آبنائے هرمز صورتحال كښې په تاو تريخوالي د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د اندېښنې څرګندونه وكړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 10 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش د آبنائے هر مز ګير چاپېره د تاو تريخوالي په زياتېدو د سختې انېښنې څرګندونه كړې ده۔ د شنهوا تر مخه د ملګرو ملتونو وياند اسټيفن دو جارك ووئېل سېكرټري جنرل د تېرو څو ورځو نه د آبنائے هرمز ګېر چاپېره اطلاعات باندې سخته اندیښنه لري ٬ چې پكښې په تجارتي بحري بېړيو بريدونه ٬ او د بحري او د توان بنيادي ډهانچې خلاف د لا كاروائيو دړكې وركول شاملې دي۔ هغه ووئېل آبنائے هرمز او د هغې چاپېره د بحري جهازونو د تګ راتګ حقونو او د جهاز رانۍ آزادي د نړيوال قانون تر مخه مكمل بحال او په ځائے ساتل پكار ده۔ وياند ووئېل ملګرو ملتونو د ټولو اړوندو ډلو څخه يو ځل بيا د ډېر تحمل څرګندونې او د داسې بيانونو نه د ډډې كولو غږ كړے دے كوم چې د وړاندې نه جوړ تاو تريخوتالے لا زيات كړي۔ هغه خبردارے وركړو چې د لا تاو تريخوالي په نتيحه كښې د وګړو ٬ سيمه ايز استحكام ٬ نړيوال امن و سلامتيا او د نړيوال معيشت لپاره سنګين نتائج رامخې ته كېدې شي۔سېكرټري جنرل په ډلو زور راوړلو سره ووئېل چې د سفارتي ذرائعو نه په استفادې كولو د خبرو اترو د لارې مسائل حل كړئ ۔










