د وزیراعلیٰ سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د صحت کارډ پلس پروګرام  په اړه مهمه غونډه

  پیښور ۔ 10 ستمبر (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د  صحت کارډ پلس پروګرام په اړه مهمه   غونډه وشوه۔ د وزیراعلی هاوس پیښور وياند تر مخه  غونډه كښې د صحت کارډ پلس پروګرام  لا منظم، مؤثر او   غوره جوړولو لپاره  په مجوزہ اقدامات غور وكړے شو ۔ په غونډه كښې د 24 ساعته فعاله پاتي كېدونكو  د روغتيا …

 

پیښور ۔ 10 ستمبر (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د  صحت کارډ پلس پروګرام په اړه مهمه   غونډه وشوه۔ د وزیراعلی هاوس پیښور وياند تر مخه  غونډه كښې د صحت کارډ پلس پروګرام  لا منظم، مؤثر او   غوره جوړولو لپاره  په مجوزہ اقدامات غور وكړے شو ۔ په غونډه كښې د 24 ساعته فعاله پاتي كېدونكو  د روغتيا بنیادي مراکز، رورل هیلتھ سنټرز او د  کیټیګري ډي روغتونونو  په صحت کارډ كښې د شاملولو په  تجویز غور وكړے شو ۔ غونډه كښې د صحت کارډ تر مخه د ګران  علان کوریج  زياتولو  او  سروس ریټس كښې په مرحله  وار  زياتوالي  هم خبرې وشوې  ۔ غونډه كښې  وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي ووئېل  د صحت کارډ سهولت د ناسمه كارولو مخ نيوي ضروري دے ، روغتونونه دې  د ضابطه اخلاق پابند كړے شي ۔ده ووئېل د بنیادي صحت مرکزونو او د  ډسټرکټ هید کوارټر روغتونونو د ریویمپنګ مقصد  اولس ته په درشل  د روغتيا  آسانۍ وركول دي۔ ده ووئېل  صحت کارډ پلس د اولس لپاره لوي سهولت دے  ، دا به لا  ښه او  په مؤثر ډول چلولو لپاره  اقدامات کولې شي ۔ دغسې غونډه كښې د سوشل هیلتھ پروټیکشن یونټ د استعدادِ زياتولو ضرورت ته هم اتفاق وكړے شو

مزید خبریں