پیښور ۔ 9 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې د وزيراعلې كمپلېنټ سېل ته په 8 مياشتو كښې د تر لاسه ګيلو د ازالې جاج واغستلے شو٬ د وزيراعلې هاوس وياند تر مخه غونډه كښې ووئېل شول سږ كال د جنورۍ نه تر اګست د وزيراعلې كمپلېټ ېسل ته د بېلا بېلو ذرائعو څخه 3 زره 551 …
د خیبر پښتونخوا وزيراعلې په مشرۍ كښې غونډه ٬ كمپلېنټ سېل ته په 8 مياشتو كښې د ترلاسه شوو ګيلو لرې كولو جاج واغستلے شو

مزید خبریں
پیښور ۔ 9 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې د وزيراعلې كمپلېنټ سېل ته په 8 مياشتو كښې د تر لاسه ګيلو د ازالې جاج واغستلے شو٬ د وزيراعلې هاوس وياند تر مخه غونډه كښې ووئېل شول سږ كال د جنورۍ نه تر اګست د وزيراعلې كمپلېټ ېسل ته د بېلا بېلو ذرائعو څخه 3 زره 551 ګيلې راغلي چې پكښې 499 د وزيراعلې سېكرټرېټ په هغه دم حل كړي يا يې ضروري لارښونه وركړې ده۔ غونډه كښې ووئېل شول دغسې 498 ګېلې د اختيار نه بهر يا د پېچلتيا له امله د عمل جوګه نه وې او 2 زره 610 ګېلې صوبائي محكمو ته د كاروائۍ لپاره لېږلې شوي دي۔ غونډې ته ووئېل شول په 2610 ګيلو كښې په 998 رېليف وركړے شوے او په 11 جزوي ريليف او په پاتي 781 كاروائي روانه ده۔ غونډه خبر كړې شوه په 774 ګېلو د مېرټ نه پورا كېدو له امله كاروائي ونه كړې شوه ٬ د زمكې شخړې او د تعليم ګېلې تر ټولو زياتې وې۔ غونډې ته وزيراعلې ووئېل زمونږ د حكومت د كاركردګۍ پرېكړه به غونډو او په پرېنټېشنز كښې نه كېږي ٬ د اولس ګواهي به د اطمېنان وړ وي۔ ده ووئېل د خېبر پښتونخوا حكومت او د بېرور كريسې سباون د اولسي اطمېنان سره تعلق لري ۔ ده ووئېل د كمپلېنټ سېل د لارې وګرو ته د تر لاسه كېدونكې ريليف نه اولس خبر كړئ ٬ دغسې چې نور خلق دې سهولت نه ګټه پورته كړي۔ ده ووئېل د پشاور نرسنګ كالج د پیښې نوټس اغستلے شوے دے او چا ته به قانون په لاس كښې د اغستو اجازه ورنه كړې شي٬ ده ووئېل د نرسنګ كالج په پیښه كښې د كړو كسانو خلاف به د قانون تر مخې كاروائي كېږي۔










