سرينګر 09 ستمبر (اے پي پي) په نړيوال مېپ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي په اوسني قرارداد د هند چغې سورې د وار خطائې عكاسي ده٬ ملګرو ملتونو د لداخ پشمول د جمو و كشمير يوې شخړيزې سيمې په اړه د خپل زوړ موقف پخلے كړے دے چې ورسره هند سختې اندېښنې سره مخ شوے ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخئ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په …
په نړيوال مېپ د ملګرو ملتونو اوسنے قرارداد: د هند چغې سورې د وار خطائۍ څرګندونه ٬ د هغوي د ېرې عكاس٬ هند په قرارداد ووټ اچولو سره په كشمير خپل ناجائزه دريځ له مېنځه يوړو۔ تجزيه کار (رپورټ)

مزید خبریں
سرينګر 09 ستمبر (اے پي پي) په نړيوال مېپ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي په اوسني قرارداد د هند چغې سورې د وار خطائې عكاسي ده٬ ملګرو ملتونو د لداخ پشمول د جمو و كشمير يوې شخړيزې سيمې په اړه د خپل زوړ موقف پخلے كړے دے چې ورسره هند سختې اندېښنې سره مخ شوے ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخئ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په نړيوالو نقشو كښې د بدلون په اړه قرارداد منظورولو سره د روايتي نقشې په ځائے د ايكول ارتھ نقشې خپلولو ملاتړ كړے دے٬ په منظور شوې نقشه كښې کشمير شخړيزه سيمه او لائن آف کنټرول د نقطه دارې كرښې په توګه رامخې ته كړے شوے٬ د جنرل اسمبلۍ د قرارداد په حق كښې 164 هېوادونو ووټ وركړے او هند هم د قرارداد په حق كښې ووټ وركړے۔ تجزيه کارو د ملګرو ملتونو په نړيواله نقشه كښې د کشمير د شخړيز حيثيت توثيق يو مهم پېشرفت او دا د جمو و كشمير په اړه د هند په دريځ رسا وار ګرځولے دے۔ دوي ووئيل هند د ډېرې مودې راهسې كشمير خپل اټوټ انګ ګرځوي او د پاكستان د وړومبۍ ورځې څخه دا موقف دے چې كشمير يوه متنازعه منطقه ده او كشميريانو ته د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدل پكار دي۔ تجزيه كارو ووئيل هند د قرارداد په حق كښې په ووټ وركولو سره د جمو و كشمير په حواله خپل ناسم او ناجائز موقف له مېنځ وړے۔ دوي ووئيل د قرارداد په حق كښې په ووټ وركولو چې كله په هند كښې غوغا جوړه شوه نو د هند وزارت وضاحتي بيان جاري كړو خو په دغې وضاحت به هند خپله شرمندګي څنګه پټه كړي۔ ۔ د تجزيه کارو وېنا ده د هند لخوا د جمو و كشمير په اړه خپل سركشه غېر حقيقت پسنده موقف پریښدولو سره دا يوه لانجمنه سيمه تسليمولو سره كشمريانو ته د خپلواكۍ ناقابل تنسيخ حق وركول پكار دے ځكه چې په دې كښې نه يوازې د هغوي بلكې د ټولې منطقې خېر دے










