رياض۔ 9 ستمبر (اے پي پي) سعودي عرب د اړخه د عرب ليګ سېكرټري جنرل نبيل فهمي ته د كعبې د غالف يو برخه د ډالۍ په توګه وركړه۔ د اردو نيوز تر مخه خادم الحرمېن الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز په سپارښتنه د خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د نيابت په كولو نائب خارجه وزير وليد الخريبي د عرب ليګ سېكرټري جنرل نبيل فهمي ته د كعبې …
سعودي عرب د عرب ليګ سېكرټري جنرل ته د ډالۍ په توګه د كعبې غلاف وركړو

مزید خبریں
رياض۔ 9 ستمبر (اے پي پي) سعودي عرب د اړخه د عرب ليګ سېكرټري جنرل نبيل فهمي ته د كعبې د غالف يو برخه د ډالۍ په توګه وركړه۔ د اردو نيوز تر مخه خادم الحرمېن الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز په سپارښتنه د خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د نيابت په كولو نائب خارجه وزير وليد الخريبي د عرب ليګ سېكرټري جنرل نبيل فهمي ته د كعبې غلاف يوه برحه د ډالۍ په توګه وركړې ده۔ دا ډالۍ د عرب ليګ د غړو هېوادونو سره د ورورولۍ اړيكو مضبوطولو په اړه د مملكت د عزم ٬ په ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو د خانه كعبې لپاره د زيات مذهبي عقيدت او د مشتركه عرب اقدامات مخ په وړاندې بوتللو له د عرب ليګ د كردار ملاتړ رامخې ته كوي۔










