ملګري ملتونه ۔ 09 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو تحقيق كارو وئېلي دي سوريه كښې د اسرائيل كاروائۍ چې پكښې په سوونو كسان په حراست كښې اغستل شامل دي ٬د جنګي جرائمو مترادف ګرځېدې شي ٬ د العربيه اردو تر مخه د ملګرو ملتونو د اړخه د سوريه په اړه د پلټنو خپلواكه نړيوال كمېسون غړي فيونو الاني اولاين ووئېل كمېسون د اسرائيل په پرله پسې كاروائيو …
سوريه كښې د اسرائيل كاروائۍ د جنګي جرائم مترادف ګرځېدې شي ٬ ٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔ 09 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو تحقيق كارو وئېلي دي سوريه كښې د اسرائيل كاروائۍ چې پكښې په سوونو كسان په حراست كښې اغستل شامل دي ٬د جنګي جرائمو مترادف ګرځېدې شي ٬ د العربيه اردو تر مخه د ملګرو ملتونو د اړخه د سوريه په اړه د پلټنو خپلواكه نړيوال كمېسون غړي فيونو الاني اولاين ووئېل كمېسون د اسرائيل په پرله پسې كاروائيو سخته اندیښنه لري ۔ هغه ووئېل دا افعال د جنګي جرائمو درجې ته رسېدې شي ۔ بل پلو د بشري حقونو كونسل په تېره ورځ شوې غونډه كښې د سوريه استازي ياسر الفرحان د دې خبرې تصديق وكړو چې په سوريه كښې د كوم امتياز نه پرته د انصف او احتساب په لاره روان يو۔ او كمېسون د نړيوالو تنظيمونو سره د خپلې مرستې ته وده وركوي۔ هغه د اسرائيل د پرله پسې كاروائيو غندنه وكړه چې پكښې بمبارۍ ٬ د وګړو تخښتونه ٬ دراندازي او په وګرو بريدونه شامل دي۔ هغه د اسرائيل كاروائۍ د ڼړيوالو قراردادونو ٬ د سوريه د خیلواكۍ ٬ د سلامتيا او د انخلا د لوظ نامې خلاف ورزۍ وګرځولې۔ د سوريه استازي د بشري حقونو كونسل نه غوښتنه وكړه چې د اسرائيل لخوا په جبر د بې دركه كړو وګړو درك لګولو ته پام لرنه وكړي او د هغوي راخوشي كولو لپاره كار وكړي










