برلن۔ 8 ستمبر (اے پي پي) د سپېن٬ امرېكې او بېلجيم د مېرمنو ډلې د فيبا باسكټ بال ورلډ كپ كوارټر فائنل ته ورسېدې ٬ د ميګا ايونټ د ګروپ مرحلې په تر سره كېدو المان او چين پخپل خپل ګروپ كښې د دويم پوزيشن په تر لاسه كولو كوارټر فائنل كښې ځان له ځائے جوړ كړو۔د بي بي سي تر مخه د انټر نېشنل باسكټ بال فېډرېشن تر سېوري …
د سپېن ٬ امريكې او بېلجيم ډلې د فيبا ويمنز باسكټ بال ورلډ كپ كوارټر فائنل ته ورسېدلې

مزید خبریں
برلن۔ 8 ستمبر (اے پي پي) د سپېن٬ امرېكې او بېلجيم د مېرمنو ډلې د فيبا باسكټ بال ورلډ كپ كوارټر فائنل ته ورسېدې ٬ د ميګا ايونټ د ګروپ مرحلې په تر سره كېدو المان او چين پخپل خپل ګروپ كښې د دويم پوزيشن په تر لاسه كولو كوارټر فائنل كښې ځان له ځائے جوړ كړو۔د بي بي سي تر مخه د انټر نېشنل باسكټ بال فېډرېشن تر سېوري لاندې د فيبا ويمنز باسكټ بال ورلډ كپ 20 اېډېشن په المان كښې روان دے۔ المان د ګروپ اے په مېچ كښې مالي ته د 58 په مقابل كښې په 83 باسكټ پوائنټس ماتې وركړه ۔ فريډا بونر 21 پوائنټس جوړ كړل چې پكښې د 3 پوائنټس كامياب 4 شاټس شامل وو۔ په ګروپ اے كښې سپېن د جاپان ډلې ته د 59 په مقابل كښې په 79 باسكټ پوائنټس ماتې وركولو سره وړورمبے پوزيشن تر لاسه كړو او نيغ په نيغه كوارټر فائنل ته ورسېده۔ ايانا مارټن 20 ٬ آوافام 16 او پوائنټس جوړ كړل ۔دغسې په ګروپ ډي كښې چين د اټلي ډلې ته د 51 په مقابل كښې په 71 باسكټ پوائڼس ماتې وركولو سره دوېم پوزيشن تر لاسه كړو۔ د چين ډله به سبا د شورو په ورځ كوارټر فائنل كښې د ځائے جوړولو لپاره د پورټوريكو خلاف مېدان ته كوزېږي ٬ دغسې د اټلي مقابله به د آسټرېليا سره وي او فاتح ډله به د سپېن خلاف كواټر فائنل كښې برخه اخلي۔










