اسلام آباد۔ 7 ستمبر (اے پي پي) د ورلډ بلائنډ كركټ كونسل كلنه غونډه به په 21 نومبر د بنګله دېش پلازمينه ډهاكه كښې كېږي چې پكښې به د راروانو دوو كالو لپاره انتخابات كېږي ٬ غونډه كښې به د ګردې نړۍ نه د بلائنډ كركت ودې ٬ انتظامي چارو او د سباون نړيوالو سيالو په اړه په مهمو چارو غور لپاره استازي ګدون كوي۔ د پكستان بلائنډ كركټ …
د ورلډ بلائنډ كركټ كونسل كلنه غونډه به په 21 نومبر ډهاكه كښې كېږي٬ سيد سلطان شاه

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 7 ستمبر (اے پي پي) د ورلډ بلائنډ كركټ كونسل كلنه غونډه به په 21 نومبر د بنګله دېش پلازمينه ډهاكه كښې كېږي چې پكښې به د راروانو دوو كالو لپاره انتخابات كېږي ٬ غونډه كښې به د ګردې نړۍ نه د بلائنډ كركت ودې ٬ انتظامي چارو او د سباون نړيوالو سيالو په اړه په مهمو چارو غور لپاره استازي ګدون كوي۔ د پكستان بلائنډ كركټ كونسل چيئرمېن سيد سلطان شاه اے پي پي ته ووئېل د ورلډ بلائنډ كركټ كونسل كلنه غونډه به په 21 نومېر ډهاكه كېښې كېږي چې پكښې به نزدې د 11 هېوادونو استازي ګدون كوي۔ ده ووئېل د غونډې په ايجنډا د نورو انتظامي چارو سره په ګرده نړۍ كښې د بلائنډ كركټ ودې ٬ انتظامي چارو او د سباون د ڼړيوالو سيالو په اړه مهم معملات باندې به غور كولې شي۔ د ټاكنو د لارې د مختلف عهدو لپاره د نوي قيادت ټاكنه به كولې شي كوم به چې راروانې مودې لپاره په نړيواله كچه د بلائنډ كركټ د چارو نګراني كوي۔










