د 30 غېر ملكي خبريالانو ايران كښې د امريكائي بريد ښكار شوي د واده كور دوره وكړه

  تهران ۔ 7 ستمبر (اے پي پي)  د نړۍ د 9 نه زياتو هېوادونو څخه تعلق لرونكو د 30 نه زياتو  خبريالانو د  ايران كوهستك سيمه كښې د هغه كور دوره وكړه  چرته چې د واده په دستوره د امرېكې بريد كښې د يو ماشوم پشمول 5 كسان په حق رسېدلي او د ماشومانو او مېرمنو پشمول د 60 نه زيات ژوبل شوي وو۔  د بي بي سي تر …

 

تهران ۔ 7 ستمبر (اے پي پي)  د نړۍ د 9 نه زياتو هېوادونو څخه تعلق لرونكو د 30 نه زياتو  خبريالانو د  ايران كوهستك سيمه كښې د هغه كور دوره وكړه  چرته چې د واده په دستوره د امرېكې بريد كښې د يو ماشوم پشمول 5 كسان په حق رسېدلي او د ماشومانو او مېرمنو پشمول د 60 نه زيات ژوبل شوي وو۔  د بي بي سي تر مخه  د ايران چارواكو د غېر ملكي خبريالانو  يوې ډلې  ته سريك ته د تللو  او په كوهستك كښې  هغه كور ته د تللو اجازه وركړه  چرته چې د واده په دستوره امريكې فضائي بريد كړے ؤ۔   غېر ملكي خبريالانو كوهستك كښې د هغه واده كور دوره وكړه    او  هلته د رپورټڼګ كولو سره يې  په ساحل د لګېدلي مواصلاتي ټاور جاج واغست ۔  د برطانيې خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه   د امرېكې ورځپاڼې  واشنګټن پوسټ  د دې خبرې تصديق وكړو  جې په دې پیښه كښې  د امرېكې جوړ ګوله بارود كارولې شوي۔  ايران دا بريد جنګي جرم ګرځولے دے  خو د سېنټ وېنا ده   چې د امرېكې پوځ د دې پلټنې كوي او په دې خبره يې زور راوړے دے    چې د امرېكې پوځ كله په وګړو بريد نه كوي ۔ د ايران نيوز ايجنسۍ ايس اين اين تر مخه  كوهستك كښې  د امرېكې بريد ښكار شوي كور دوره كوونكو خبريالانو  تعلق د فرانس ٬ امرېكې ٬ عراق ٬ چين ٬ لبنان ٬  روس او نورو هېبوادنو  څخه دے ۔

مزید خبریں