بيجنګ 7 ستمبر(اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ اي د اسلامي مرستې تنظيم (او آئې سي ) نوي سكرټري جنرل ته په ټاكلے كېدو مباركي وركړې ده ۔ د سي جي ټي اين تر مخه د چين خارجه وزير خپل د مباركۍ پېغام كښې ووئېل د اسلامي مرستې تنظيم ٬ اسلامي نړۍ سره د چين اړيكو قوي كولو لپاره يو مهم پل دے۔ په اوسنو كلونو …
چين اسماعيل اولد شيخ احمد ته د او آئې سي سېكرټري جنرل په تكلے كېدو مباركي وركړه

مزید خبریں
بيجنګ 7 ستمبر(اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ اي د اسلامي مرستې تنظيم (او آئې سي ) نوي سكرټري جنرل ته په ټاكلے كېدو مباركي وركړې ده ۔ د سي جي ټي اين تر مخه د چين خارجه وزير خپل د مباركۍ پېغام كښې ووئېل د اسلامي مرستې تنظيم ٬ اسلامي نړۍ سره د چين اړيكو قوي كولو لپاره يو مهم پل دے۔ په اوسنو كلونو كښې د فرېقېن په شريكو هڅو اړېكې پرله پسې ژورې او مضبوطې شوي دي او د يو بل د بنيادي مفادات په چارو شرېكه مرسته روانه ده۔ هغه ووئېل چين د اسلامي مرستې تنظيم سره د اړيكو ودې ته ډېر اهيميت وركوي ۔ ده ووئېل هغه د سېكرټري جنرل سره په ګده د اسلامي مرستې تنظيم او د اسلامي نړۍ سره د چين اړيكو لا پرمختګ لپاره هڅې روانې ساتلو له خوښي لري ۔










