پېښور ۔ 06 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې د ستمبر 6 مه د قومي تاريخي عظيمه ورځ ده كومه چې په كال 1965ء كښې د مورني هېواد دفاع لپاره د قربانيو وړاندې كوونكو ياد تازه كوي۔ ددفاع ورځې په موقع خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل دا ورځ نه يوازې د پاك پوځ د ځانګړې مړانې او قربانيو علامت ده بلكې د …
د ستمبر 6 مه د قومي تاريخي عظيمه ورځ ، په كال 1965ء كښې د مورني هېواد دفاع لپاره د قربانيو وړاندې كوونكو ياد تازه كوي: فېصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور ۔ 06 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې د ستمبر 6 مه د قومي تاريخي عظيمه ورځ ده كومه چې په كال 1965ء كښې د مورني هېواد دفاع لپاره د قربانيو وړاندې كوونكو ياد تازه كوي۔ ددفاع ورځې په موقع خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل دا ورځ نه يوازې د پاك پوځ د ځانګړې مړانې او قربانيو علامت ده بلكې د ټول قام د يووالي ٬عزم او حوصلې څرګندونه هم ده۔ ګورنر په دې موقع د ګران وطن دفاع او سلامتيا لپاره د ځانونو قرباني كوونكو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ګورنر ووئيل تېر كال د هندي جارحيت خلاف په معركه حق او بنيان المرصوص كښې په زړه پورې كاميابۍ زمونږ د امنيتي ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو ٬عزم او مړانې ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل په دې ورځ به مونږ له د دې عزم پخلې كول وي چې مونږ به يو موټې كېدو سره د داخلي او بهرني چېلنجونو مقابله كوو او قامي سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالۍ له به خپلې بشپړه هڅې روانې ساتو۔









