كوئټه ۔ 4 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفارز بګټي وئېلي دي صوبائي حكومت د نشائي توكو خلاف جنګ كښې د زيرو ټالرنس پالسي باندې عمل كوي٬ ځوان نسل د نشائي توكو د ناسور نه ساتلو ته حكومت پام لرنه كوي او دې مقصد لپاره ټول شته وسائل كارولې شي۔ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ايكس خپل بيان كښې وزيراعلې ووئېل د تېرو دوو كالو …
بلوچستان كښې د قانون نافذ كوونكو ادارو په دوو كالو كښې د 133 اربه روپو نشائي توكې ضبط كړل٬ د بلوچستان وزيراعلې

مزید خبریں
كوئټه ۔ 4 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفارز بګټي وئېلي دي صوبائي حكومت د نشائي توكو خلاف جنګ كښې د زيرو ټالرنس پالسي باندې عمل كوي٬ ځوان نسل د نشائي توكو د ناسور نه ساتلو ته حكومت پام لرنه كوي او دې مقصد لپاره ټول شته وسائل كارولې شي۔ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ايكس خپل بيان كښې وزيراعلې ووئېل د تېرو دوو كالو په مهال بلوچستان كښې د قانون نافذذ كوونكو ادارو په موثره كاروائيو كولو كښې د 133 اربه روپو نشائي توكي ضبط او تلف كړي دي۔٬ كومې چې د نشه اي توكو خلاف د حكومت د كلك عزم او د قانون نافذ كوونكو ادارو د موثره كاروائۍ مظهر دي۔مير سرفراز بګتي ووئېل د نشه اي توكو خلاف د كاروائيو په مهال 1638 كلو ګرام آئس (كرسټل) او 20 كلو ګرام چرس هم تلف كړے شوي ٬ دغسې بلوجستان كښې د تېرو دوو كالو په مهال د 27 زره نه زيات د شرابو بيئر بوتلې او كين هم ضبط او تلف كړے شول ۔ وزيراعلې ووئېل د نشائي توكو خلاف روانې كاروائۍ د صوبې د ځوان نسل او راتلونكو نسلونو د سباون د تحفظ يو جامع كوشش دے۔










