کيټو 04 ستمبر (اے پي پي) د ايکواډور په ولويديز ولايت سانتا ايلينا كښې د سېلګرۍ په نوموړې سيمه ايانګے كښې د مچي مارو په كلي كښې د وسله والو په بريد كښې د دوو ماشومانو پشمول درې كسان مړه او يوه مېرمن ژوبل شوه ۔ د شنهوا له مخې پوليس ووئيل د ابتدائي تحقيقات له مخې څلور نقاب پوشه په ګاډي كښې سيمې ته داخل شول او په …
ايکواډور، د مچي مارو په كلي د وسله والو بريد٬ درې كسان مړه
کيټو 04 ستمبر (اے پي پي) د ايکواډور په ولويديز ولايت سانتا ايلينا كښې د سېلګرۍ په نوموړې سيمه ايانګے كښې د مچي مارو په كلي كښې د وسله والو په بريد كښې د دوو ماشومانو پشمول درې كسان مړه او يوه مېرمن ژوبل شوه ۔ د شنهوا له مخې پوليس ووئيل د ابتدائي تحقيقات له مخې څلور نقاب پوشه په ګاډي كښې سيمې ته داخل شول او په كور كښې يې ډزې وكړې ۔ د يادونې وړ ده سانتا ايلينا په ھغه ولايتونو كښې شامل دے كوم چې د منظمو جرائمو سره تړلي تشدد څخه ځپلے دے او هلته هنګامي حالت نافذ دے٬ حکومت د كورنۍ سختې نا امنۍ له امله په 14م اګست هنګامي حالت كښې د 30 ورځو پراختيا كړې وه۔(











