شمالي وزيرستان كښې د ترهه ګرو دراندازي شنډول د امنيتي ځواكونو د پېشه وره صلاحيت او قامي عزم ثبوت دے ۔ د بلوچستان وزير اعلیٰ

  کوئټه 03 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعلیٰ مير سرفراز بګټي شمالي وزيرستان كښې د پاك افغان پولې څخه د دراندازۍ هڅه شنډول او  د 15 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي  د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د امنيتي ځواكونو قربانۍ او پېشه وره صلاحيت د ټول قام لپاره د وياړ وړ دي۔ وزيراعلیٰ په خپل يو …

 

کوئټه 03 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعلیٰ مير سرفراز بګټي شمالي وزيرستان كښې د پاك افغان پولې څخه د دراندازۍ هڅه شنډول او  د 15 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي  د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د امنيتي ځواكونو قربانۍ او پېشه وره صلاحيت د ټول قام لپاره د وياړ وړ دي۔ وزيراعلیٰ په خپل يو بيان كښې ووئيل تر 36 ساعتو رواني کارروائي په مهال امنيتي ځواكونو چې د كوم صبر، پيشه وره پوهې او مړاني مظاهرہ كړې هغه د ستائني وړ ده۔د ترهه ګرو د دراندازۍ هڅې په وخت شنډول د دې خبري ښكاره ثبوت دے چې د پاکستان امنيتي ځواكونه د هېواد د پولو لپاره چمتو او لوظي دي ۔ده ووئيل ترهه ګر د پاکستان امن، استحکام او پرمختګ ته زيان رسول غواړي،دغسې رياستي ادارې او د پاکستان قام د هغوي عزائم شنډولو له يو موټے دي۔ده ووئيل د غير ملکي سرپرستۍ او مرستې لرونكې ترهه ګرۍ ختمولو له كوټلي ګامونه د وخت حاجت دے۔ مير سرفراز بګټي ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په جنګ كښې لويئ قربانۍ وركړي،زمونږ امنيتي اهلکارو، قانون نافذ کوونكو ادارو او وګړو په خپلو وينو د امن بنياد قوي كړے دے۔

مزید خبریں