د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د پاكستان سكاؤټس كيډټ كالج بټراسي پرنسپل ملاقات،  د ادارې په چارو د خيالاتو څرګندونه

  پېښور 03 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان سكاؤټس كيډټ كالج بټراسي پرنسپل بريګيډيئر (ر) عبدالحفيظ د زيارت په ورځ پېښور كښې وليدل٬  په دې مهال د ادارې پرمختګ،  د زدكوونكو كردار سازۍ او  د سكاؤټنګ ودې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې فيصل كريم كنډي ووئيل سكاؤټس كيډټ كالج بټراسي د ځوانانو نظم …

 

پېښور 03 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان سكاؤټس كيډټ كالج بټراسي پرنسپل بريګيډيئر (ر) عبدالحفيظ د زيارت په ورځ پېښور كښې وليدل٬  په دې مهال د ادارې پرمختګ،  د زدكوونكو كردار سازۍ او  د سكاؤټنګ ودې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې فيصل كريم كنډي ووئيل سكاؤټس كيډټ كالج بټراسي د ځوانانو نظم و ضبط، قيادت، حب الوطني او خدمتِ خلق جذبے ته ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده د ادارے ښه والي او د هغې پرمختګ لپاره د هر ممكن مرستي باور وركړو۔په دې موقع بريګيډيئر (ر) عبدالحفيظ، ستارهٔ امتياز (ملټري) د ګورنر مرستې ستائيلو سره هيله څرګنده كړه چې د هغه په سرپرستۍ كښې به اداره نور هم پرمختګ وكړي او قامي تعمير كښې به خپل مؤثر كردار ترسره كوي۔

مزید خبریں