ماسكو۔ 3 ستمبر (اے پي پي) روسيه وئېلي دي مونږ به اروپا پسې منډۍ اووخو ٬ نه به د دوي نه د بندېزونو پورته كولو چړ اوغواړو۔ د تاس تر مخه دا خبره د روسيه خارجه وزير سرګۍ لاوروف د مشرقي اقتصادي فورم (اي اي ايف ) په موقع د زنانئے نالج سوسائټۍ تر سېوري لاندې ليكچرز ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئېل روس كله هم د اروپا سره …
په اروپا پسې منډۍ وهلے شو نه د دوي نه د بندېزونو پورته كولو سوال به وكړو ٬ روس
ماسكو۔ 3 ستمبر (اے پي پي) روسيه وئېلي دي مونږ به اروپا پسې منډۍ اووخو ٬ نه به د دوي نه د بندېزونو پورته كولو چړ اوغواړو۔ د تاس تر مخه دا خبره د روسيه خارجه وزير سرګۍ لاوروف د مشرقي اقتصادي فورم (اي اي ايف ) په موقع د زنانئے نالج سوسائټۍ تر سېوري لاندې ليكچرز ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئېل روس كله هم د اروپا سره اړيكو كښې ديوالونه نه دي اودرولي او نه يې ځان د اروپا نه جلا كړے ٬ دا د اروپائي ائتلاف خپله پرېكړه وه ۔ سرګۍ لاوروف ووئېل اروپا په دې پوهه شوے چې د تېرو كلونو په مهال د روسيه سره مرسته څومره مهمه وه ٬ چې روس پخپله د دوي خوا له په منډو راشي ٬ راځې چې څه شوي دا هېر كړو ٬ مونږ اوبخښې او بندېزونه پورته كړئ ۔ خو داسې به چرې اونه شي ۔ خارجه وزير ووئېل د روس سره په غوره معنو قامي وقار موجود دے او دغې ته د چا د خېر سګالۍ ضرورت نشته۔











