بيونس آئرس۔ 3 ستمبر (اے پي پي) د ارجنټائن فټ بال ايسوسي ايشن (اے ايف اے) د لوبې نه د رېټائرمنټ اعلان كونكې د قامي لوبډلې ليجنډ لوبعاړي او كپتان ليونل ميسي ته په د زړه پورې پېرزوئنو وړاندې كولو پرېكړې كړې ده۔ د اي ايس پي اين تر مخه په دې لړ كښې د روانې اونۍ په آخر كښې به په ارجنټائن كښې كېدونكې ټول د نارينه ؤ …
ليونل ميسي ته پېرزوئنو وړاندې كولو لپاره ارجنټائن كښې د فټ بال ټول مېچونه په 10 م منټ د اودرولو اعلان

مزید خبریں
بيونس آئرس۔ 3 ستمبر (اے پي پي) د ارجنټائن فټ بال ايسوسي ايشن (اے ايف اے) د لوبې نه د رېټائرمنټ اعلان كونكې د قامي لوبډلې ليجنډ لوبعاړي او كپتان ليونل ميسي ته په د زړه پورې پېرزوئنو وړاندې كولو پرېكړې كړې ده۔ د اي ايس پي اين تر مخه په دې لړ كښې د روانې اونۍ په آخر كښې به په ارجنټائن كښې كېدونكې ټول د نارينه ؤ او مېرمنو د فټ بال مېچونه په وړومبي هاف كښې په 10 م منټ د يو منټ لپاره اودرولې شي او د ليونل ميسې درناوي لپاره به د لاسونو چرچكې وهلې شي۔ د ارجنټائن فټ بال ايسوسي ايشن تر مخه د وېډيو سكرين لرونكو په ټولو مېدانونو كښې به د مېچ پېل كېدو نه وړاندې د ليونل ميسي په كيريئر اډانه د پېرزوئنو وړاندې كولو وېډيو چلولې شي ۔ ليونل ميسي په 2005 كښې د ارجنټائن د قامي ډلې نه ډيبو كړې وه او د قامي ډلې د اړخه د 125 ګولونو په كولو تر ټولو زيات سكور كونكے پاتي شو۔ هغه 6 نړيوالو جامونو كښې برخه اغستې او په 2022 كښې د ارجنټائن په كپ ګټلو كښې ئې څرګند كردار ادا كړے ۔ 39 كلنه ليونل ميسې په نړيوالو جامونو كښې 34 مېچونو كښې برخه اغستې او 23 وارې د بريا تر لاسه كولو رېكارډ لري۔ هغه په سوشل مېډيا د خپل لاس ليكلې بيان كښې اعلان كړے چې د 2026 ورلډ كپ د سپېن خلاف فائنل مېچ زما د ارجنټائن لپاره وروستے مېچ ؤ او په 39 كاله عمر كښې د ڼړيوال فټ بال نه رېټائرډ كېږم۔










