رام الله۔ 2 ستمبر (اے پي پي) د فلسطين حكومت د مغربي غاړې آبادكارو لخوا تاريخي جمات ته د اور ورته كولو د هڅو سخته غندنه كړې ده ۔ شنهوا د فلسطين صدارتي دفتر نه جاري بيان تر مخه ووئېل د اسرايئل آبادكارو نور الدين زنګي جماعت سره نزدې يوې كوټې ته اور ورته كړو۔ د اطلاعات تر مخه آباد كار د جماعت ور په ماتولو كښې ناكامه شول …
مغربي غاړه كښې د اسرائيلي آباد كارو تاريخي جمات ته د اور ورته كولو هڅې د غندنې وړ دي٬ د فلسطين حكومت

مزید خبریں
رام الله۔ 2 ستمبر (اے پي پي) د فلسطين حكومت د مغربي غاړې آبادكارو لخوا تاريخي جمات ته د اور ورته كولو د هڅو سخته غندنه كړې ده ۔ شنهوا د فلسطين صدارتي دفتر نه جاري بيان تر مخه ووئېل د اسرايئل آبادكارو نور الدين زنګي جماعت سره نزدې يوې كوټې ته اور ورته كړو۔ د اطلاعات تر مخه آباد كار د جماعت ور په ماتولو كښې ناكامه شول د كومې نه پس چې هغوي نزدې كوټه اوسوځوله او هلته يې نسل پرستانه چغې اوليكلې۔ ېيان كښې وئېلي شوي دي به مقدس ځايونو بريدونه د اسرائېلي حكومت منظمه پالسي ګړځېدلې ٬ په دې بريدونو ټولې سرې كرښې عبور كړې شوي او دې څخه د مذهبي شخړې رامخې ته كېدو خطر دے د كومې به چې په منطقه او نړۍ سنګين اثرات پرېوځي۔ هغوي په اسرائيل د مقدس ځايونو د تاريخي حېثيت بدلولو د هڅو تور لګولو سره خبردارے وركړو چې د داسې بريدونو مخ نيوي له سمدستي ګامونه واخلي ۔ واضحه دې وي د ملګرو ملتونو د 2025 راپور تر مخه د مشرقي بېت المقدس پشمول په مغربي غاړه كښې د 700000 نه زيات اسرائيلي آباد استوګن دي ٬ كومه چې د ڼريوال قانون خلاف ورزي ګڼلې كېږي۔
کی










