د استنبول سره نزدې بحيره مرمره كښې 2 تجارتي بېړۍ خپلو كښې ټكر شوې٬   د عملې 10 كسان بې دركه

  انقره ۔ 2 ستمبر (اے پي پي) د تركيه استنبول ښار سره نزدې  په بحيره مرمره كښې 2 ترك تجارتي بېړۍ پخپلو كښې د ټكر كېدو له امله  د عملې 10 غړي بې دركه شول ۔ د شنهوا تر مخه   د استنبول ګورنر آفس د اړخه  جاري بيان كښې وئېلې شوي دي  دا پیښه د شورو په سهار  د مقامي وخت تر مخه  نزدې 3 بجې  د استنبول سېلېوري …

 

انقره ۔ 2 ستمبر (اے پي پي) د تركيه استنبول ښار سره نزدې  په بحيره مرمره كښې 2 ترك تجارتي بېړۍ پخپلو كښې د ټكر كېدو له امله  د عملې 10 غړي بې دركه شول ۔ د شنهوا تر مخه   د استنبول ګورنر آفس د اړخه  جاري بيان كښې وئېلې شوي دي  دا پیښه د شورو په سهار  د مقامي وخت تر مخه  نزدې 3 بجې  د استنبول سېلېوري ضلعې په سوئېلې اړخ ته رامخې ته شوه۔ پیښه كښې  د بېړۍ اسو او توګبرك امام اوغلو  د يو بل سره ټكر شوې ۔  تجارتي بېړۍ  السو د قطبي لوېدېز ولايت  كوجائلې نه د ازمير ولايت علي آغا اولسوالۍ پلو روانه وه  او ګبرك امام اوغلو د سوئبلې بندرګاه اسكندرون نه  د بحيره اسود ساحل كارادينزايرغلي پلو روانه وه۔ بيان كښې ووئېل شول  دا چارواكو  د توګبرك  امام اوغلو   او د هغې د 10 كسيزه عملې سره رابطه قائم نه شوه  ۔  د ابتدائي جاج تر مخه  دوېمې بېړۍ  السو  ته په ظاهره كوم زيان نه دې رسېدلے ۔  چارواكو  سيمې ته د بحريه ګڼ يوزنټس روان كړې دي  او د مرستې او لټون هلې ځلې روانې دي۔

مزید خبریں