ليونل ميسي د ارجنټائن د فټ بال قامي ډلې نه د رېټائرمنټ اعلان وكړو٬  د ماضي په تنقيد يادولو  يې په جذباتي ډول كيريئر ختم كړو

  بيونس آئرس۔ 01 ستمبر (اے پي پي)  د فټبال د نړۍ  عظيم لوبغاړي  ليونل ميسي د ارجنټائن د قامي فټبال ډلې نه د رېټائرمنټ اعلان سره يو جذباتي پېغام جاري كړے دے  د كوم نه چې ښكاري چې د قامي ډلې لپاره په سخت وخت كښې د شوي تنقيد درد نن هم د هغه په زړه كښې  چرته موجود دے۔  د اي ايس پي اين تر مخه  ليونل ميسي …

 

بيونس آئرس۔ 01 ستمبر (اے پي پي)  د فټبال د نړۍ  عظيم لوبغاړي  ليونل ميسي د ارجنټائن د قامي فټبال ډلې نه د رېټائرمنټ اعلان سره يو جذباتي پېغام جاري كړے دے  د كوم نه چې ښكاري چې د قامي ډلې لپاره په سخت وخت كښې د شوي تنقيد درد نن هم د هغه په زړه كښې  چرته موجود دے۔  د اي ايس پي اين تر مخه  ليونل ميسي پخپل الوداعي پېغام كښې ووئېل   د قامي ډلې نه لرې كېدل داسې پرېكړه ده   كومې چې زما روح ته سخت تكليف رسولے  او كوم چې اوس هم شته۔ ميسي واضحه كړه  ما يوازې د كاميابو په دور كښې نه  بلكې په مشكل وخت كښې هم د ارجنټائن شرټ لپاره  خپل بشپړ كوشش وكړو   او عمر له مې هېواد ته د خوشحالۍ وركولو  او كتوونكو ته د وياړ محسوسولو هڅه كړې ۔ ليونل ميسي  د ارجنټائن لپاره 21 كلنه نړيوال كيرئير  كښې په  207 مېچونو كښې 125 ګولونه كړي۔ هغه د ارجنټائن د اړخه تر ټولو زياتو ګولونو كونكے لوبغاړے دے  او د قامي ډلې تر ټولو زيات ځل ورلډ كپ او  كوپا امرېكا فانئل ته د رسولو درناوے هم لري٬ خو  د كاميابو دې ځائے ته رسېدو نه وړاندې  ليونل ميسي   په اردنټائن كښې د سخت تنقيد سره مخ ؤ ۔  په كال 2016 كښې هغه  په كوپا امريكا كښې د چلي د لاسه د ماتې خوړولو نه بس د رېټائرمنټ اعلان كړے ؤ ٬  په هغه وخت هغه پرله پسې په دريو فائنلز كښې د ماتې خوړولو په سبب  د سختې مايوسۍ ښكار ؤ ۔ په ليونل ميسي به دا تور لګولے كېدو  چې هغه د ارجنټائن په مقابل كښې  بارسلونا ته زيات اهميت وركوي۔ د قامي ډلې لپاره په مكمل شدت نه لوبېږي  او  د ځان سره لوبغاړي هغسې متحرك نه ساتي  لكه څنګه به چې   د ارجنټائن عظيم لوبغاړي ډيا ګوميراډونا ساتل ۔

 

مزید خبریں