د سي پیك دوهم پړاؤ معاشي صلاحيت څخه مكمل استفادې لپاره به نجي څانګې له قائدانه كردار ادا كول وي۔احسن اقبال

  اسلام آباد 01 ستمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال  د سي پیك 2025 نه تر 2029 د عملي پروژې په عمل درآمد  د تېر يو كال  د پیشرفت جاج اخستو لپاره د غونډې مشري وكړ ه ۔دا عملي منصوبه وزيراعظم محمد شهباز شريف په اګست 2025 كښې د چين دورې په مهال پېل شوې وه۔په غونډه كښې په عملي پروژه  د پېشرفت …

 

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال  د سي پیك 2025 نه تر 2029 د عملي پروژې په عمل درآمد  د تېر يو كال  د پیشرفت جاج اخستو لپاره د غونډې مشري وكړ ه ۔دا عملي منصوبه وزيراعظم محمد شهباز شريف په اګست 2025 كښې د چين دورې په مهال پېل شوې وه۔په غونډه كښې په عملي پروژه  د پېشرفت جاج اخستو سره په ټاكلو ترجيحات عملدرآمد د لا تندولو په اقدامات غور وشو ۔د غونډې په مهال وفاقي وزير احسن اقبال ووئېل د پاكستان او چين اړيكې په سختو حالاتو كښې عمر له لا قوي شوې دي ۔ده ووئيل  د توان سخت بحران په مهال چين پاكستان ته خپله سرمايه كاري وركړی۔ د سي پیك وړومبي پراؤ كښې چين  نزدې  د 25 اربه ډالر سرمايه كاري كړې او د پاكستان بجلۍ پیدا كولو صلاحيت كښې نزدې 8000 ميګاواټ زياتوالے راغلے كوم څخه چې د توان په بحران قابو موندلو او د توان تحفظ باوري كولو له مرسته ترلاسه شوې۔ده  د تهر سكرو پنګو پرمختګ او د فائبر آپټك نيټ ورك  د سي پیك د وړومبي پړاؤ مهمې كاميابۍ ګرځولو سره ووئېل دوهم پړاؤ كښې به هم په دې بنياد كاروباري مرسته٬صنعتي پرمختګ٬ د كركيلې جديد كاري٬معدنيات٬انساني وسائل او د ټېكنالوجۍ څانګې به مخ په وړاندې بوتللې شي۔ده ووئيل  د سي پیك  د دوهم پړاؤ ترجيحات د اړان پاكستان پنځو بنيادي ستنو څخه سمون خوري۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل  د راهدارۍ پرمختګ د صنعتي او كركيلې پیداواري صلاحيت كښې د زياتوالي كولو سره برآمدات ته وده وركړې او د روزګار و معاش راهدارۍ  به سماجي پرمختګ او د لږو پرمختللو سيمو ښه والي ته پام  لرنه كوي۔ده ووئيل پاكستان ته دا مهال د هلې ګولې نه بلكې د معيشت مستحكمولو ضرورت دے۔ده په ټولو سياسي قواؤ زور راوړو چې معيشت قوي كولو او په برآمدات اډانه خود انحصار پاكستان جوړولو ته پام وكړي۔

مزید خبریں