امريكا٬ګرينډ كينين كښې د سيلاب له امله دوه كسان مړه٬ګڼ شمېر بې دركه

  واشنګټن 01 ستمبر (اے پی پی)د امريكې په ايريزونا رياست كښېد  ګرينډ كينين  په نېشنل پارك كښې د راغلې سېلاب نه پس د دوو كسانو مړي ترلاسه شوي  دي او يو ګڼ كسان تراوسه بې دركه دي۔شنهوا له مخې د امريكې نېشنل پارك سروس وئېلي دي برائټ اينجل كينين او فينټم رينچ سيمه كښې د راغلې سېلاب نه پس د دوو كسانو مړي ترلاسه شوي۔د پارك چارواكو ووئيل  14 …

 

واشنګټن 01 ستمبر (اے پی پی)د امريكې په ايريزونا رياست كښېد  ګرينډ كينين  په نېشنل پارك كښې د راغلې سېلاب نه پس د دوو كسانو مړي ترلاسه شوي  دي او يو ګڼ كسان تراوسه بې دركه دي۔شنهوا له مخې د امريكې نېشنل پارك سروس وئېلي دي برائټ اينجل كينين او فينټم رينچ سيمه كښې د راغلې سېلاب نه پس د دوو كسانو مړي ترلاسه شوي۔د پارك چارواكو ووئيل  14 كسان تراوسه بې دركه دي يا د هغوي په اړه معلومات نشته ۔پارك چارواكو په فيس بك جاري بيان كښې وئېلي دي د ابتدائي جائزو له مخې د ټرانس كينين واټر لائن نزدې 40 فيصده برخه ځپلې يا تباه شوې ده ۔ د اوبو دا لائن ساؤتھ رم او دننه وادي كښې موجود سهوليات ته د څښكلو اوبه وركوي۔چارواكو ووئيل  تر سرچ او ريكوري آپريشن  سېلګرو ته ځپلو سيمو ته د نه تللو خواست كړے دے۔پارك چارواكو د اتوار په ورځ جاري يو بيان كښې وئېلي وو  په مجموعي توګه 62 كسان د سيمې څخه په حفاظت سره راويستلې شوي دي