د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د امريكې او ايران څخه د زيات تحمل غوښتنه وكړه

  ملګري ملتونه 01 ستمبر (اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د امريكې او ايران ترمينځه  پوځي كاروائيو كښې د زياتوالي نه پس د زيات نه زيات تحمل په څرګندونه زور راوړے دے ۔شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل وياند سټيفين دوجارك تېره ورځ بيان كښې وئېلي دي  د امريكې او ايران ترمينځه د اونۍ په اختتام پوځي كاروائيو كښې زياتوالے تشويشناك دے۔ده ووئيل  سېكرټري …

 

ملګري ملتونه 01 ستمبر (اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د امريكې او ايران ترمينځه  پوځي كاروائيو كښې د زياتوالي نه پس د زيات نه زيات تحمل په څرګندونه زور راوړے دے ۔شنهوا له مخې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل وياند سټيفين دوجارك تېره ورځ بيان كښې وئېلي دي  د امريكې او ايران ترمينځه د اونۍ په اختتام پوځي كاروائيو كښې زياتوالے تشويشناك دے۔ده ووئيل  سېكرټري جنرل يو ځل بيا په زيات تحمل  څرګندولو زور راوړے دے ۔هغه د سفارتي هلو ځلو او د خبرو اترو بحالۍ  ډاډګيرنه كوي دغسې چې يو داسې حل ولټولې شي كوم چې په منطقه كښې استحكام او باور بحالولو له مرستياله وګرځي