د سندھ طاس په لوظ نامه د ثالثۍ نړيوال عدالت پريكړه د پاكستان د دريځ مهمه قانوني او سفارتي كاميابي ده۔د بلوچستان وزيراعلٰی

  كوئټه 01 ستمبر (اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي  د سندھ طاس لوظ نامې په اړه د  ثالثۍ نړيوال عدالت متفقه پريكړه د پاكستان د دريځ مهمه قانوني او سفارتي كاميابي ګرځولو سره وئېلي دي  پريكړې څخه د پاكستان پخوانو د اوبو حقونو او ګټې ته تحفظ ته وده ترلاسه شوې۔وزيراعلٰی هاؤس لخوا جاري شوي خپل بيان كښې سرفراز بګټي ووئېل  نړيوال عدالت ښكاره كړی چې هند …

 

كوئټه 01 ستمبر (اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي  د سندھ طاس لوظ نامې په اړه د  ثالثۍ نړيوال عدالت متفقه پريكړه د پاكستان د دريځ مهمه قانوني او سفارتي كاميابي ګرځولو سره وئېلي دي  پريكړې څخه د پاكستان پخوانو د اوبو حقونو او ګټې ته تحفظ ته وده ترلاسه شوې۔وزيراعلٰی هاؤس لخوا جاري شوي خپل بيان كښې سرفراز بګټي ووئېل  نړيوال عدالت ښكاره كړی چې هند  سندھ طاس لوظ نامه په يو اړخيزه توګه معطل يا ختمولې نه شي او لوظ نامه بدستور نافذالعمل او هند لپاره په قانوني توګه بندېز لري ۔ده ووئيل  سندھ طاس لوظ نامه كښې بدلون يا د دې خاتمه يوازې د پاكستان او هند په شريكه رضامنډۍ د نوې لوظ نامې د لارې ممكن ده ۔د هند لخوا د لوظ نامې معطلي يا خاتمې لپاره وړاندې كړي بيل جوازونه هم نړيوال ثالثۍ عدالت نه دې تسليم كړی۔مير سرفراز بګټي ووئيل د سندھ طاس لوظ نامې په اړه پريكړه د پاكستان د اوبو حقونو تحفظ لپاره ډېره مهمه ده او دې څخه د نړيوالو لوظ نامو پاسداري او د نړيوال قانون د بر لاسي اصول لا قوي كيږي۔ده ووئيل پاكستان به د خپلو اوبو حقونو تحفظ لپاره په هر قانوني او سفارتي فورم موثر كردار ادا كوي

مزید خبریں