مردان، د كاټلنګ غرئيزه سيمه كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع آپرېشن،2 مړه ٬ وسله برآمد

پېښور۔ 31 اګست (اے پی پی) د مردان پوليس د کاټلنګ غرئيزه سيمه كښې د ترهګرو د شتوالي په استخباراتي اطلاع آپرېشن كښې 2 ترهګر ووژل شول  او  د هغوي د قبضې څخه وسله برآمد شوه۔ د مردان پوليس وياند له مخې کاؤنټر ټېررازم ډیپارټمنټ ته مصدقه اطلاعات ترلاسه شوي وو چې د فتنة الخوارج ټي ټي پي سره د تړون لرونكو ترهګرو يوه ډله د مردان كاټلنګ په غرئيزه …

پېښور۔ 31 اګست (اے پی پی) د مردان پوليس د کاټلنګ غرئيزه سيمه كښې د ترهګرو د شتوالي په استخباراتي اطلاع آپرېشن كښې 2 ترهګر ووژل شول  او  د هغوي د قبضې څخه وسله برآمد شوه۔ د مردان پوليس وياند له مخې کاؤنټر ټېررازم ډیپارټمنټ ته مصدقه اطلاعات ترلاسه شوي وو چې د فتنة الخوارج ټي ټي پي سره د تړون لرونكو ترهګرو يوه ډله د مردان كاټلنګ په غرئيزه سيمه كښې موجود ده۔ د اطلاعات له مخې هغوي د ښكته راتللو  او د كارروايۍ منصوبه بند لرله۔ د مصدقه اطلاعات په بنياد سي ټي ډي مردان ريجن ياده كړې سيمه كښې په استخبارات اډاڼه آپرېشن وكړو۔ د آپرېشن په مهال د ډزو په تبادله كښې 2 ترهګر ووژل شول او نور په تېښته كښې بريالي شول۔ وژلے شوو څخه 02 اېس اېم جیز، 01 هېنډ ګرنېډ، 06 مېګزین او يو شمېر مرمۍ تر لاسه شوې۔ د تخښتېدلو ترهګرو نيولو له په سيمه كښې د لټون عمليات روان دي۔ آئي جي پي ذوالفقار حمید او اېډیشنل انسپکټر جنرل کاؤنټر تېررازم ډیپارټمنټ په كارروايۍ كښې د برخه اخستونكو ځوانانو كاركردګي او حوصله ستائېلو سره ووئيل د ترهګرو تعاقب به كولې او په په هېڅ صورت به ونه بخښلې شي