نکوسیا۔31اګست (اے پي پي ) شمالي قبرص كښې د 270 مسافرو وړونكې فیري بېړۍ نسكوره شوې په كومه كښې چې 8 كسان مړه او د 18 نه زيات بې دركه شول ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه چارواكو وئېلي دي شخصي فیري بېړۍ د کرنیا بندرګاہ څخه روانه شوې وه او د روانېدو نه سمدستي وروستو په نامعلومه سبب ورته اوبه وروختلې ۔ فیري مشرقي بحیرۂ روم كښې …
قبرص، د مسافرو بېړۍ په نسكورېدو 8 كسان مړه ،18 بې دركه
نکوسیا۔31اګست (اے پي پي ) شمالي قبرص كښې د 270 مسافرو وړونكې فیري بېړۍ نسكوره شوې په كومه كښې چې 8 كسان مړه او د 18 نه زيات بې دركه شول ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه چارواكو وئېلي دي شخصي فیري بېړۍ د کرنیا بندرګاہ څخه روانه شوې وه او د روانېدو نه سمدستي وروستو په نامعلومه سبب ورته اوبه وروختلې ۔ فیري مشرقي بحیرۂ روم كښې د ترکیه بندرګاہ تاشوجو پلو روانه وه ۔ په پیښه كښې بچ وتونكو كسانو ووئېل فیري په غیر معمولي او بے ترتیبه ډول حرکت کولو ۔ د اوبو سره په ورستي زورور ټکر د دوو برخو لرونكې فیري بېرۍ وړاندې برخه ماته شوه د كومې څخه چې اوبه بېړۍ ته وختلې ۔فیري كښې د عملې 8 كسانو پشمول 267 كسان ناست وو چې پكښې 241 ژغورل شوي دي ۔یاد دې وي دا پیښه د کرنیا ساحل سره نزدې رامخې ته شوې ده كوم چې د ځايي خلقو او سېلګرو دوواړو لپاره د سېل سپاټي ځائے دے











