هری پور۔ 29 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي د خالي په ورځ ځورونې او تشدد څخه وورستو د وژلې شوې 5 كلنې آيت نور كور ته لاړو چرته چې هغه غمجنې كورنۍ سره غمرازي وكړه او هغوي ته يۍ د مرستې چېك وركړو۔ هغه د آيت نور پلار ته د سركاري ملازمت وركولو او د پټھان كالوني هائي سكول د آيت نور نامې ته د …
هری پور، د خېبر پښتونخوا وزيراعلی چائلډ پروټېکشن بل د آيت نور نامې ته د منسوب كولو اعلان
هری پور۔ 29 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي د خالي په ورځ ځورونې او تشدد څخه وورستو د وژلې شوې 5 كلنې آيت نور كور ته لاړو چرته چې هغه غمجنې كورنۍ سره غمرازي وكړه او هغوي ته يۍ د مرستې چېك وركړو۔ هغه د آيت نور پلار ته د سركاري ملازمت وركولو او د پټھان كالوني هائي سكول د آيت نور نامې ته د منسوب كولو اعلان وكړو۔ وزيراعلی ووئيل د آيت نور وژنې كېس ملزمانو ته به د قانون له مخې سخته سزا وركولې شي او چائلډ پروټېکشن قانون كښې به لا بدلونونه كولو سره دا لا سخت جوړولې شي۔ ده په راروانه غونډه كښې د خېبر پښتونخوا چائلډ پروټېكش بل د آيت نور نامې ته منسوب كولو له د قرارداد وړاندې كولو اعلان هم وكړو۔ وزیراعلیٰ د آیت نور کېس په ټرېس كولو د پوليس او په تفتيش كښې په مرسته كولو د ضلعي انتظاميې كاركردګي وستائله۔ ده په هري پور كښې نزدې د دوه اربه روپو لګښت سره د سېف سټي پروجېكټ پېل كولو اعلان هم وكړو۔











